1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي نظامي محبس ته د بګرام څخه د بنديانو انتقاليدل

۱۳۸۸ دی ۱۵, سه‌شنبه

هماغسى چى جمهور رييس بارک اوباما دګوانتانامود زندان دتړلوپريکړه کړې ده، کابل هم د بګرام د محبس د تړلو او د هغه څخه دافغاني بنديانو ددوسيودڅيړلودپاره په څرخي پله کى دعمومي زندان ترڅنګ نوى نظامي خاص محبس جوړکړی دی

https://p.dw.com/p/LLIQ
انځور: dpa

اوداوخت ورته د دواړو محبسو څخه 300 بنديان ورانتقال سويدي .

دراپورنوله مخى دامهال دګوانتاناموپه زندان کى 10تنه افغاني بنديان موجود دى ، په داسي حال کى چى دبګرام په زندان کى چى دامريکايانو ترڅارنى لاندى اداره کيږي ، 1000تنه افغاني بنديان سته چى وار په وار ورڅخه هره مياشت د30 څخه تر50 پورى بنديان دڅرخي پله خاص محبس ته ورانتقاليږي .

لوى څارنوال محمداسحق الکو وايي چى په نوى محبس کى پر دې سربيره چى وخت په وخت ئى دوسيې څيړل کيږي ، اودډير غوراوفيصلې دپاره محکموته استول کيږي ،ډيری بنديان چى دايله کيدو وړ وه ،خلاص سوي دي ،اودغه لړۍ دوام لري . بله داچى په جنګ کى نيول سوي بنديان هم دغه محبس ته راوستل کيږي .

لوي څارنوال داهم وويل چى دڅرخي پله نوی نظامي خاص محبس چى دامريکا لخواجوړشوی دی ، هربندي ته دورځى پنځه امريکايي ډالره هم ورکول کيږي اودنورو بنديانو په شان په مياشت کى دوه واره دخپلو خپلوانوسره ليدلای سي .

په څرخي پله کى دنوي جوړسوي محبس خاص څارنوال سيدشريف وائي چى دغه کار دخلکودشکايتونوله امله سوی دی ، چى دافغاني بنديانوڅخه دخارجيانولخواتحقيقات کيدل ، په داسى حال کى چى اوس دغه لړۍ په افغاني پروسې تبديله سوې ده . دى وايي چى دامهال دګوانتانامواوبګرام له محبسو څخه راانتقال سوي بنديان کولی سي چى مدافع وکيلان ونيسي اودټولواسانتياووڅخه برخمن سي .

دلوي څارنوالۍ دچارواکو دوينا له مخى دبنديانود راانتقالولواوپر دوسيوباندى دغوردپاره دلوى څارنوالۍ ،کورنيو چارود وزارت ،دعدليې دوزارت ،دسترى محکمى اودصبغت الله مجددي ترمشرۍ لاندى دسولى دټينګښت داستازوپه ګډون يوکميسيون ټاکل سوی دی چى وخت په وخت راټوليږي اودبنديانو مشکلات دنژدې څخه ګوري او څيړي .

جمال کوټوال

کتونکی : محمد قاسم نوري