1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي ایفونونه، اپل ګړۍ او تبلیتونه کوم خصوصیتونه لري؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

اپل شرکت د سه شنبې په ورځ درې نوي تلیفونونه، تبلیتونه او ګړۍ معرفي کړل. پر دې سربیره دغه شرکت د انترنتي تلویزیوني خدماتو یو پروګرام هم معرفي کړ.

https://p.dw.com/p/3POhE
Apple - Iphone 11 Pro
انځور: Apple

اپل شرکت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر۱۰مه) درې نوي ګرخنډه تلیفونونه بازار ته راويستل. ایفون ۱۱، ایفون ۱۱ پرو او ایفون ۱۱ پرو مکس. د دغو تلیفونو په ډله کې تر ټولو ارزانه یې ایفون ۱۱ دی چې په امریکا متحده ایالاتو کې یې بیه ۶۹۹ امریکایي ډالره ده.

دغه تلیفون دوې کمرې لري او پکې د اپل شرکت له نوي A13 نومي «چپ» څخه کار اخیستل شوی دی. اپل ادعا کړې ده چې دغه تلیفون به د پخوانیو ماډلونو په پرتله یو ساعت ډیر چارچ وساتي.

USA Cupertino | Vorstellung von Apple Produkten
انځور: Reuters/S. Lam

ایفون ۱۱ پرو او ایفون ۱۱ پرو مکس، بیا درې کمرې لري او هینداره یې هم تر مخکینو ماډلونو پر مختللې ده. په دې تلیفونونو کې هم له A13 ډوله «چپ» څخه کار اخیستل شوی دی. د دغو تلیفونونو بیې هم له ۹۹۹ ډالرو او ۱۰۹۹ ‌‌‌ډالرو څخه پیلیږي. د ټولو تلیفونو بیې د ډیرې حافظې د انتخاب په صورت کې لوړیږي.

د دغو درو واړو تلیفونونو د مخ کمرې هم تر مخکینو ماډلونو پرمختللی دي او اوس کولای شي چې په لوړ کیفیت «ورو حرکت کوونکي ویدیوګانې» هم ثبت کړي.

د اپل نوې ګړۍ هم تر پخوانیو ماډلونو یو څه توپیر لري او اوس یې هینداره تل روښانه وي. اپل همداراز یو نوی «ای پد» یا تبلیت هم معرفي کړ چې بیه یې له ۳۲۹ ډالرو څخه پیلیږي.

Apple - Iphone 11
انځور: Apple

پر دغو محصولاتو سربیره اپل خپل تلویزیوني خدمات هم اعلان کړل چې په نړیواله کچه به د نوامبر پر لومړۍ نیټه پیل شي. په دغو خدماتو کې به نوي تلویزیوني سریالونه شامل وي. کاروونکي کولي شي له دې خدمتونو څخه په میاشت کې د ۴،۹۹ ډالرو په ورکولو سره استفاده وکړي.

(ms/nz (afp