1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستان والی: حکومت د پولیسو د مرګ ژوبلي په اړه پلټني کوي

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

تیره شپه ناوخته بهرنیو ځواکونو چې ویل کیږي مشري یی د امریکایانو پرغاړه وه د نورستان د وامې پر ولسوالۍ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۴ افغان پولیس وژل سوي او یو شمیر نور تري تم دي. نړیوال ځواکونه دا ډول تورونه نه مني

https://p.dw.com/p/127Ql
د افغانستان ملی پولیس
د افغانستان ملی پولیسانځور: AP

د نورستان والي جمال الدین بدر نن دویچې ویلي ته وویل چې دغه برید نیمه شپه پر هغو پولیسو تر سره سوی چې د نورستان او کنړ تر منځ د غزیدلي واټ ساتنه یې کوله.

په داسي حال کې چې د ناټو قوماندانۍ مړه او ژوبل سوي ټول کسان یاغي طالبان بولي، بدر وویل چې شاوخوا دولس نور پولیس سرتیري د ایتلافی ځواکونو له لوري له ځان سره وړل سوي دي.

دغه برید پر داسي مهال سوی چې پولیسو خپل پوځي یونفورم هم پر تن وو او رینجر ګاډي هم د هغوي د پوستې تر څنګ ولاړ وو.

دا هغه شنه رنګي ګاډي دي چې د پولیسو له لوري کارول کیږي او له بل چا سره نه سته .

د نورستان والي وایې په واما ولسوالۍ او پوستې ته څیرمه د اورپکو د برید ویره هم نه وه موجوده .

نوموړي وویل چې د ناټو او ایتلافي ځواکونودغه برید دوي ته د نه منلو دی او په باب یې جدي پلتڼي غواړي.

جمال الدین زیاته کړه. « په دې کې زمونږ څلور پولیس شهیدان سوي، دوه زخمیان سوي، زه داسي فکر کوم چې دا برید به په بګرام او یا هم جلال آباد ښار کې د امریکا د ځانګړو سرتیرو له لوري تر سره سوی وي ځکه په نورستان کې بهرني ځواکونه شتون نه لري چې عملیات وکړي او زمونږ راپورونه ښیې چې دغه برید د سپیشل فورس ځواکونو له لوري تر سره سوی دی.»

دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان په یوه ولایت او په خاصه توګه په نورستان کې د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوړي.

له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتې دمخه هم په کامدیش ولسوالۍ کې ورته پیښه وسوه چې د حکومت شدید غبرګون یې له ځان سره درلود.

د سیمې خلک په دې باور دي چې د نورستان او کنړ ولایتونو جغرافیایی جوړښت د دې لامل سوی چې د شپې پر مهال د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ توپیر ګران کړي.

د کنړ او نورستان په ولایتونو کې د الجزیري عربي ژبي ټلویزیون له ځایی خبریال سید عبدالله نظامي په دی نظر دی چی په دغه ولایت کی د« خپل او پردی» توپیر دیر سخت دی .

هغه دویچه ویله ته وویل: « یو دلیل د ایتلافي ځواکونو استخباراتي معلومات کمزوري دي، او بل دا سیمه چې ده دا ډیره غرنۍ او په ونو پوښل سوي ده کله چې طالبان له دغې سیمې پر ایتلافي ځواکونو برید وکړي نو وروسته بیا ایتلافي قواوي د الوتکو په مټ سیمه بمبار کړي هلته که پولیس وي که طالبان او که ولسي خلک ټولو ته مرګ ژوبله واوړي

نظامی یادونه وکړه چی بله ستونزه دا ده چې د نورستان ولایتي اداره کمزوري ده ځکه والیان خپل ډیر وخت یا په جلال آباد او یا هم په کابل کې تیروي نو هغوي به څرنګه د ولایت له حالاتو خبره وي.

خو د نورستان والي وایې چې د دوي استخبارات ندي کمزوري بلکې هر ستونزه چې ده هغه په بهرنیو ځواکونو کې ده .

جمال الدین بدر له ایتلافی ځواکونو د هغو کسانو د پلټني غوښتنه وکړه چې د سیمې په اړه دوي ته پټ استخباراتي معلومات ورکوي.

بدر وویل:« په دغه پیښه کې نه زمونږ ځواکونه خبر وو، نه زمونږ د پولیسو استخبارات، دا ستونزه د ایتلافي ځواکونو ده، مونږ له هغوي څخه غواړوچې له دغه ډول بریدونو ډډه وکړي ځکه دا به بدي پایلي ولري

په تیرو کلونو کې هم څو ځله افغان امنیتي ځواکونه د ناټو په بریدونو کې په نښه سوي دي.

د سیمې خبریالان وایې ځیني وخت افغان پولیس د ملک په یو شمیر ډیرو نا امنه لري پرتو سیمو کې خپل رسمي یونفورم نه اغوندي خو وسلي ورسره وي.

هغوي وایې چې دی کار د ناټو لپاره د حکومت پلوه ځواکونو او اورپکو ترمنځ د توپیر کولو په برخه کې لوی درد سر رامنځ ته کړی دی.

کابل/ میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم