نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ تیر ۲۷, سهشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۴۵۳م کال پر همدې ورځ فرانسې بریتانیا ته ماتې ورکړه. له دې سره د دواړو هیوادونو تر منځ اوږده جگړه پای ته ورسیده.
د ۱۸۹۴م کال پر نن ورځ ایټالیاوي ځواکونو د سودان یوه برخه ونیوله.
د ۱۹۳۶م کال پر همدغه ورځ د هسپانیې کورنۍ جگړه پیل شوه.
د ۱۹۶۵م کال پر نن ورځ امریکايي B52 الوتکو د لومړي ځل له پاره پر وینتام باندې برید و کړ.
د ۱۹۷۳م کال د جولای د میاشتې پر ۱۷مه نیټه افغانستان له شاهي نظام څخه په جمهوریت بدل شو. له دې سره نو په دې هیواد کې د ظاهر شاه څلویښت کلن ځواک پای ته ورسید.
د ۱۹۸۷م کال پر همدې ورځ فرانسې له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ رویې او امریکا اعلان وکړ چې خپلې اتومې وسلې به راکمې کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض