1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۹, جمعه

نن جمعه، د جون د میاشتې ۲۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۸۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۸۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15O1Q
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۴۷م کال پر همدې ورځ د گارمیدو کنوینسیون په پرتگال کې کورنۍ جگړې ته د پای ټکی کیښود.

د ۱۹۱۳م کال پر نن ورځ د بلغاریا ځواکونو په مقدونیه کې د صربستان او یونان پر ځواکونو برید وکړ.

د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو او اروپا تر منځ لومړنۍ تجارتي الوتنه تر سره شوه. دغه الوتکه د پرتگال په پلازمینه لیزبون کې کښیناسته.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ د الجیریا د واکمنې شوری مشر ترور شو.

د ۱۹۹۳م کال د جون د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په پنجاب ایالت کې بیړنۍ حالت نافذ کړ.

د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ د جنوبي کوریا په سویل کې د یوه پنځه پوړیزه مغازې د ودانۍ تر رالویدو وروسته شاوخوا ۱۱۴ کسان ووژل شول او ۹۱۰ تنه پکښې ټپیان شول.

د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان د دویم ځل له پاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توگه وټاکل شو.

د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ په کویت کې په لومړي ځل ښځو په پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې. په دغه هیواد کې ښځو ته د رایې د کارولو حق یو کال تر مخه ورکړل شوی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش