1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

نن دوشنبه، د جون د میاشتې ۱۱ نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۶۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۰۳ ورځې پاتې دی.

https://p.dw.com/p/15BtJ
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۷۵م کال پر همدې ورځ پولند او فرانسې ایتلاف وکړ.

د ۱۹۰۳م کال پر نن ورځ د صربستان پاچا او د هغه میرمن د یوې کودتا په ترڅ کې ووژل شول.

د ۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې د هالند شهزادگۍ کاناډا ته ورسیده.

د ۱۹۸۱م کال پر نن ورځ په ایران کې د یوې سختې زلزلې له امله ۱۵۰۰ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په افغانستان کې د دودیزي لوی جرگې له خوا حامد کرزی د افغانستان د منځمهاله ادارې د مشر په توگه وټاکل شو.

د ۲۰۱۱م کال د جون د میاشتې پر یوولسمه نیټه د سومالیې چارواکو وویل چې په ۱۹۹۸م کال په کینیا کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د بمي چاودنو اصلي طراح د سومالیي ځواکونو له خوا وژل شوی دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش