1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه

نن دوشنبه، د جون د میاشتې ۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/157SB
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۰۵م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو د طرابلس د سمندري غلو سره یو تړون لاسلیک کړ.

د ۱۸۵۹م کال پر نن ورځ فرانسویانو په ماگینټا کې اطریش ته ماتې ورکړه. تر دې وړاندې اطریشي ځواکونو د ایټالیې میلان ښار هم پریښی وو.

د ۱۸۷۸م کال پر همدې ورځ ترکانو قبرس انگلستان ته وسپاره.

د ۱۹۴۴م کال د جون د میاشتې پر څلورمه نیټه ایتلافي ځواکونه دویمې نړیوالې جگړې ته داخل شو.

د ۱۹۷۴م کال پر همدې ورځ د هندوستان په بیهار ایالت کې د وړو دانو «ننکۍ» له امله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۱۰ زرو واوښت.

د ۱۹۸۴م کال پر نن ورځ هندي ځواکونو په امرتسر کې د سکهانو پر عبادت ځای باندې هجوم وروړ او دغه ځای ئې له وسله والو خالي کړ. په دغه جگړه کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۰م کال پر همدغه ورځ په اندونیزیا کې د یوې سختې زلزلې له امله تر سلو زیات کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۱م کال د جون د میاشتې پر ۴مه نیټه د نیپال شهزاده د ټپي کیدو درې ورځې وروسته ومړ. هغه د خپل مور او پلار سربیره د شاهي کورنۍ شپږ تنه وژلي ول او بیا وروسته ئې خپل ځان هم په ډزو ویشتلی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش