1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه

نن چهار شنبه، د مې د میاشتې ۳۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/154bq
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۰۴م کال پر همدې ورځ جاپاني ځواکونو په روسې کې دالمي سیمه ونیوله.

د ۱۹۲۵م کال پر نن ورځ بریتانیاوي ځواکونو په شانگهای کې ۱۳ مظاهره کوونکي ووژل.

د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ په پاکستان کې توفان د قربانیانو شمیره ۱۰۰۰۰ تنو ته لوړه شوه.

د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ په هسپانیا کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د ۱۹۹۸م کال د مې د میاشتې پر ۳۰مه نیټه د افغانستان په شمال کې یوه زلزله وشوه او په زرگونو کسان ئې ووژل.

د ۲۰۰۶م کال پر همدغه ورځ اسرائیلو په غزه کې تر یوه کال وروسته خپل لومړني ځمکنې پوځي عملیات پیل کړل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم