1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبه

نن پنجشنبه، د مې د میاشتې ۲۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۴۵مه ورځه ده. د کال پای ته ۲۲۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/151NU
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۱۲م کال پر همدې ورځ ډنمارک د سویډن د ایلفسبورگ، بندر ونیوه او تر پنځو کلونو پورې ئې په خپله ولکه کې وساته.

د ۱۹۶۴م کال پر نن ورځ د پیرو په هیواد کې د فوټبال په یوې لوبې کې د بلوا د رامنځ ته کیدو له امله ۳۰۰ تنه تماشه چیان ووژل شول.

د ۱۹۸۱م کال پر همدغه ورځ د ایکوارډو هیواد ولسمشر د الوتکې د رانسکوریدو په پیښه کې ووژل شو.

د ۱۹۴۸م کال پر نن ورځ اسرائیل او متحده ایالاتو د ملگرو ملتونو دا وړاندیز چې په منځني ختیځ کې دې د «سولې» کنفرانس تر سره شي، رد کړ.

د ۱۹۹۳م کال د مې د میاشتې پر ۲۴مه نیټه کردي یاغیانو په یوه برید کې ۳۳ تنه ترکي پوځیان ووژل. دغه برید په یوه سرویس موټر تر سره شوی وو.

د ۱۹۹۴م کال پر همدغه ورځ په مکه کې د ټمبه ټیل د رامنځ ته کیدو له امله ۲۷۰ تنو حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ د راجیوگاندهي، کونډې سونیا گاندهي، د کانگریس گوند مشري پر غاړه واخیسته.

د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر جارج ډبلیو بش او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اتومي وسلو کې د کمي راوستلو یو تړون لاسلیک کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش