نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۴۴۰م کال پر همدې ورځ المان هالند، لوگزمبورگ او بلژیم ونیول او په انگلستان کې د وخت لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د ۱۹۵۷م کال پر نن ورځ پخواني شوروي پر امریکا او انگلستان باندې غږ وکړ چې د اتومې وسلو ازموینې ودروي.
د ۱۹۶۸م کال پر همدغه ورځ په پاریس کې د ویتنام د سولې لومړنۍ خبرې اترې پیل شوې.
د ۱۹۸۸م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د هغې اعلامیې په حق کې رایه ورکړه چې پکښې د اسرائیلو له خوا د لبنان نیول غندل شوي ول.
د ۱۹۹۵م کال د مې د میاشتې پر لسمه نیټه یو لفت چې پکښې کاڼ کیندونکي سپاره ول له خپل تار څخه جدا شو چې په پایله کې ئې سل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۲۰۱۰ کال پر همدغه ورځ په عراق کې یو ځانمرگی برید وشو چې په پایله کې ئې شاوخوا سل کسان ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل