1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۳۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۲۱مه ورځ ده. د کال پاې ته ۲۴۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14mz9
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۸۹م کال پر همدې ورځ جورج واشنگټن د متحده ایالاتو د لومړي ولسمشر په توگه لوړه وکړه.

د ۱۸۸۱م کال پر نن ورځ فرانسې پر تونس باندې برید وکړ.

د ۱۹۰۰م کال پر همدې ورځ هوایي، د متحده ایالاتو د خاورې برخه وگرځیده.

د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ د ویتنام د کمونست گوند ځواکونو سایگون ولکه کړ، او د ویتنام جگړې ته د پای ټکی کیښودل شو.

د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ د شوروي دولت وویل چې د چرنوبل په اتومي بټۍ کې د ناورین د رامنځ ته کیدو له امله ۱۸۷ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

د ۱۹۹۱م کال د اپریل د میاشتې پر دیرشمه نیټه په بنگله دیش کې گردبادونو ۱۲۵ زره تنه ووژل.

د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر بل کلنټن، له ایران سره د تجارتي اړیکي پریکړې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل