نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۴۸م کال پر همدغه ورځ پاپ نهم د ایټالیې د ملي تحریک څخه خپل ځان جلا کړ.
د ۱۹۱۸م کال پر نن ورځ په لومړنۍ نړیواله جگړه کې المان په لویدیځ محاذ باندې خپلو عملیاتو ته د پاې ټکی کیښود.
د ۱۹۶۵م کال پر همدې ورځ آسترالیا پریکړه وکړه چې جنوبي ویتنام ته خپل ځواکونه ولیږي.
د ۱۹۸۹م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د جنوبي کوریا پولیسو شاوخوا ۲۲۰۰ تنه کارگر او زده کوونکي ونیول تر څو د کارگرانو د لاریون مخه ډب کړي.
د ۱۹۹۵م کال پر همدغه ورځ د سري لنکا تامل پړانگانو یوه پوځي الوتکه راوغورځوله چې په پایله کې ئې ۵۲ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۳م کال پر نن ورځ د پاکستان په کراچی ښار کې پولیسو د القاعدې ترهگرې شبکې ۶ تنه شکمن کسان ونیول. پر دوی باندې تور وو چې په پاکستان کې ئې د امریکایي تاسیساتو د په نښه کولو په پلان باندې کار کاوه.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ وسله والو د عراق په پلازمینه بغداد کې د رادیو او تلویزون یو نامتو خبریال سخت ټپي کړ.
د ۲۰۱۰م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۹مه په چین کې یو ۴۷ کلن کس د یوه مکتب ۲۸ زده کوونکي، دوه استادان او دوه ساتونکي په چړو ووهل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل