نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۳م کال پر همدې ورځ د رومانیې امپراطورې له فرانسې سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۹۱۳م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو د اوهایو په ایالت کې د سیلابونو له امله شاوخوا ۱۴۰۰ تنه ووژل شول.
د ۱۹۳۱م کال پر همدغه ورځ د عراق او ختیځ اردن تر منځ د دوستې تړون لاسلیک شو.
د ۱۹۷۰م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۶مه نیټه اسلامي هیوادونو په اردن کې په یوه غونډه کې پریکړه وکړه چې یو دایمي سیکرتریات تأسیس شي.
د ۱۹۷۱م کال پر همدغه ورځ ختیځ پاکستان (اوسنی بنگله دیش) د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د ۱۹۷۹م کال پر نن ورځ د اسرائیلو لمړي وزیر مناخم بگین او د مصر ولسمشر انور سادات په سپینه ماڼۍ کې د کیمپ ډیوډ په نوم د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۹۸م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د متحده ایالاتو ولسمشر بل کلنټن لمړنی ولسمشر وو چې جنوبي افریقا ته ئې سفر وکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل