1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د جنوري د میاشتې ۲۲مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۲مه ورځ ده. د کال پاې ته ۳۴۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13o4k
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۲۸م کال پر همدې ورځ انګلستان او فرانسې د روم د امپرطور، چارلس پنځم، پر ضد د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۶۵۵م کال پر نن ورځ، اولیور کروم ویل، د انګلستان پارلمان لغوه کړ.

د ۱۹۰۵ کال پر همدغه ورځ چې د « تورې یکشنبې» د ورځې په نامه هم یادیږي. روسي ځواکونو د سینټ پیټرزبرګ ماڼۍ مخې ته هغه ۱۰۰ تنه چې په سوله ییزه توګه یې لاریون کاوه په ډله ییزه توګه ووژل.

د ۱۹۸۶م کال د جنورې د میاشتې په ۲۲مه په هندوستان درې تنه سکهان د دغه هیواد د لمړۍ وزیري د ترور په قضیه کې په اعدام محکوم شول.

د ۱۹۹۵م پر همدې ورځ په اسرایل کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۹ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ د اټومې انرژې د څار د نړیوالې ادارې یوې ډلې په عراق کې د لومړي ځل له پاره د اټومو دستګاوو پلټل پیل کړل.

د ۲۰۰۵م کال پر همدغه ورځ د ایران سخت دریځه مشرتابه دا خبره رد کړه چې ګواکې د ایران د ولسمشرې په ټاکنو کې به ښځې ونډه ولري. تر دې د مخه د ایران په دولتي رسنیو کې داسې خبرونه خپریدل ګنې چې په ټولټاکنو کې به د لمړي ځل له پاره ښځو ته د برخې اخیستو اجازه وي.

د پاکستان لمړي وزیر د امریکا د متحده ایالاتو له لوري په یوه قبایلي سیمه تر سره شوي هوایي برید په کلکه وغنده او ویویل چې د داسې یو برید تر سره کولو تر مخه لومړی باید اسلام آباد خبر کړل شي .

د ۲۰۰۸م کال د جنورې د میاشتې په ۲۲مه د عراق پارلمان د یو قانون په تصویبولو سره د صدام حسین د وخت بیرغ کې بدلون راوست.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل