1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د نومبر د میاشتې ۲۸مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۲ ورځ ده. د کال پای ته ۳۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13IKb
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۸۲۱م کال په همدې ورځ پاناما په خپله د هسپانیې څخه آزادي اعلان کړه او د کولمبیا د جمهوریت سره یو ځای شوه.

د ۱۸۸۵م کال پر ننې ورځ برتانوي ځواکونو د برما، ماندلی، سیمه لاندې کړه.

د ۱۹۱۶م کال پر همدغه ورځ الماني الوتکو په لمړي ځل په لندن بمباري وکړه.

د ۱۹۲۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۸مه نیټه د یونان شپږ پخواني وزیران په دار وځړول شول.

د ۱۹۴۴ کال پر ننې ورځ البانیې د المان څخه خپلواکي واخیسته.

د ۱۹۸۷م کال په همدې ورځ د جنوبي افریقا یوه الوتکه چې په کې ۱۵۹ تنه سپاره وو موریس ته څیرمه د هند په بحیره کې ولویده.

د ۱۹۹۰م کال د نومبر د میاشتې په ۲۸مه د سینګاپور لمړی وزیر، لي کوان یو، د ۳۱ کلونو وروسته د واک څخه لاس په سر شو.

د ۱۹۹۴م کال په ننې ورځ ناروې د اروپایي اتحادیي غړیتوب مسترد کړ.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې پرویز مشرف د پوځ د مشرې څخه لاس په سر شو، تر هغې یوه ورځ وروسته هغه د پاکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

آژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل