1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ، د نومبر د میاشتې ۲۷مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۱ ورځ ده. د کال پاې ته ۳۴ ورځې پاتي دي

https://p.dw.com/p/13I0V
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۸۷۷م کال پر ننې ورځ، بورکینا، خپل اساسي قانون تصویب کړ.

د ۱۸۹۵م کال پر همدې ورځ الفریډ نوبل د نوبل جایزه تأسیس کړه.

د ۱۹۱۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه البانیې خپل ملي بیرغ تصویب کړ.

د ۱۹۲۶م کال پر همدې ورځ ایټالیې او او البانیې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۴۵م کال پر ننې ورځ، جورج مارشال، د چین لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه ونومول شو.

د ۱۹۶۲م کال پر همدې ورځ د بوینګ ۷۲۷ ډوله الوتکې لمړنی ازمایښتي الوتنه تر سره شوه.

د ۱۹۶۶م کال پر ننې ورځ د اروګویه هیواد خپل اساسي قانون تصویب کړ.

د ۱۹۸۹م کال د نومبر د میاشتې په ۲۷مه نیټه د کولمبیا په یوه هوایې الوتکه کې د بم د چاودنې له امله ۱۰۷ تنه ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل