1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

نن د شنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۱۵مه نيټه او د ۲۰۱۱ کال ۲۸۸ ورځ ده. د کال پاي ته ۷۷ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12saj
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

۱۹۴۶- د نازیانو د دورې د هوایې ځواک مشر چې په اعدام محکوم وو یوازې څو ساعته مخکې له هغې چې اعدام شي ځان د زهرو خوړلو سره ووژه.

۱۹۵۸- د متحده ایالاتو د اتومې وسلو د کمیسیون ساینس پوهانو نهه اتومې الي وازمایلي.

۱۹۶۶- په امریکا متحده ایالاتو کې د لومړې ځل لپاره د ترانسپورت دیپارتمنت د دولت په چوکات کې رامنځ ته شو.

۱۹۶۸ - پخواني شوروی د د چکسواکیا هیواد داسې یوه معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې روسي ځواکونه په دغه هیواد کې پاتې شول.

۱۹۶۹ - د سومالیا ولسمشر ووژل شو. د پیښې سره سم په متحده ایالاتو کې فعالانو د پیښو په وړاندي عکس العمل وښود.

۱۹۴۷- اسراییلو د ملګرو ملتونو هغه پریکړه غیر قانوني وبلله چې له مخې یې د فلسطین د آزادی سازمان د دغه هیواد پر سره بحثونو ته رابلل شوی وو.

۱۹۷۸- د سوریې ځواکونو ومنله چې د بیروت له ځینو کلیدې سیمو څخه بهر شي. دغه پریکړه د عربي نړۍ د مشرتابه په منځکړیتو شوی وو.

۱۹۸۱- یې پوځي الوتکې د مصر فضا ته را داخل شوي ترڅو له دغه هیواد څخه د لیبیا په وړاندې خپل ملاتړ اعلان کړي.

۱۹۹۰-  د پخواني شوروی ولسمشر، میکایل ګربچوف، ته د بوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

۱۹۹۹ - د پاکستان د هغه وخت د ځواکونو مشر، پرویز مشرف، په دغه هیواد کې د اضتراري حالت اعلان وکړ او دوه ورځې وروسته یې په هیواد کې واک تر لاسه کړ.

۲۰۰۶ - د آلمان د هنګوفر په ښار کې د دویمې نړیوالې جګړي د دوران څخه د دوه نه چاودیدلو بمونو په پیدا کیدو سره، په سلګونه کورونه تخلیه کړل شول.

۲۰۰۹ - یاغیانو د پاکستان په لاهور ښار کې پر بیلابیلو دولتي ودانیو بریدونه تر سره کړل.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی