1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

نن د سي شنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۱۸مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۹۱ ورځ ده. د کال پاي ته ۷۴ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12uEi
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۶۷۲ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۸ نېټه، پولينډ، اوکراين ترکانو ته وسپاره.

د ۱۸۶۷ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په دغه ورځ د امريکا متحده ايالاتو په رسمي توګه د روسيې څخه د الاسکا تصرف واخيست.

د ۱۸۹۲م کال په دغه ورځ د لومړي ځل له پاره د دوو اږدو واټنونو تر منځ د تليفون کيبل فعال سو. دغه کيبل د نيويارک او شيکاګو تر منځ و غځېدی.

د ۱۹۴۴ميلادي کال په همدې ورځ په دوهمه نړيواله جګړه کي روسي پوځونو پر چکسلواکيا باندي بريد وکړ.

د ۱۹۸۱ميلادي کال د اکتوبر پر ۱۸مه نيټه په يونان کي د اندرياس پاپندريوس د سوسيالستي تحريک په ټولټاکنو کي ۴۸سلنه رايي تر لاسه کړې او په لومړي وار په يونان کي چپي رژيم رامنځ ته سو.

د ۱۹۸۹ميلادي کال په نني ورځ يو وسله وال د کلومبيا په بوګاټا کي ولسمشرۍ ته يو مخکښ کانديد تر يوې غونډي وروسته ترور کړ.

د ۱۹۹۵ميلادي کال د کتوبر د مياشتي پر ۱۸ د امريکا متحده ايالاتو اعلان وکړ، چي فيډرل کاسترو ته به د دغه هيواد ويزه ورکړي تر څو ملګرو ملتونو ته خپله وينا واروي.

د ۲۰۰۴ميلادي کال د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه مېرمن بهټو تر ۸کلني جلا وطنۍ خپل هيواد ته ستنه سوه. پرهغې په همدغه ورځ يو ځانمرگي بريد تر سره سو. په خپله ژوندۍ ووتل خو ۱۰۸ نور انسانان پکښي ووژل سول.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل