نن په ايران کښي دجمهوري رياست انتخابات شروع سول
۱۳۸۸ خرداد ۲۲, جمعهغربي نړۍ هم پرده باندي دا تور لګوي چه هم دده دريځ د اسراييلو په مقابل کې او هم دده هڅي دايران داټومي پروګرام په تړاو درستي ندي .
نن د جمعې په ورځ احمدي نژاد ددوهم وار دپاره د جمهوري رياست چوکۍ ته ځان کانديدکړی دی . د ايران د تهران د ښار 8ميلونه اوسېدونکی بايد نن د جمهوري رياست د انتخاباتو په خاطر د ډير صبر او حوصلې څخه کار واخلي ،تر څو خپله رايه ورکولای سي .
اګر چه په ايران کي دجمهوري رياست د انتخاباتو د پاره پوره امنيتي تدبيرونه نيول سويدي ، او داپلاپه عادي سختو مقراراتو کښي يو څه نرمښت اواسانتياوي راغلي دي . په کوڅو اولويو ښارونو کي په ازادانه ډول د محفلونو او جلسو بندوبست کيږي ، چه دايو مثبت تغير ښکاري . انتخابات هم په آزادانه ډول سر ته رسيږي ،چه په اصل کې په ايران کې د 30کلونو راهيسي داسي يو حالت نه ؤ رامنځ ته سوی .
د جمهوري رياست دواړو کانديدانو په يوه تلويزوني مرکه کښي يو دبل په مقابل کي په ښکاره ډول خپل دريځونه جوت کړل .
د بلي خوا د لمړي ځل دپاره د يوه کانديد څخه خپلي ښځي په ښکاره او فعال ډول په انتخاباتو کې حمايه کړې ده،او پدې ډول یې د ښځو رول ته ارزښت ورکړی دی .
دا چه زُهرا رهنورد نوميږي يوه هنرمنده او د سياسي علومو ماهره ده ، دتهران په پوهنتون کښي رييسه وه، او د پخوانې جمهور ريس محمد خاتمي مشاوره وه .
دې ځان داسي معرفی کۍ . « زه د مير حسين مسوي ښځه يم چه په انتخاباتو کي د خپل سړي دپاره هلي ځلي کوم ، چې په تيرو اونيو کي داحمدي نژاد يو لوی سيال ګرځيدلی دی . »
دې په خپلو خبرو کي پر احمدي نژاد پوره ګذارونه وکړل ، او خبره داسي يو حالت ته ورسيدله چې احمدي نژاد ددې اکادميک او علمي سر نوشت تر يو قسم پوښتني لاندي راوستۍ ! دې ورته په ځواب کې وه ويل چه ، که احمدي نژاد بخښنه ونه غواړي ، نو زه به بيا پر ده عريضه وکړم . دده خبري يوازي زما دپاره توهين او سپکاوی ندی ، بلکه د ايران دټولو ښځو دپاره سپکاوی دی . رهنورد يوه باشعوره تکړه ښځه ده . همدغي ښځي خاتمي هم د جمهوري رياست چوکۍ ته رسولی ؤ، خو بيا وروسته دده څخه نااميده سوه .
داسي ښکاري چي يو ګڼ شمير ښځي او ځوانان به په ننيو انتخاباتو کي ګډون وکړي ، او دابه ددې مانا ولري چه د برحاله جمهوررييس دپاره به ساحه راتنګه سي .
مير حسين مسوي ،دا چه يوه مبارزه او تکړه ښځه لري ، پدي هڅو کي داحمدي نژاد يوازنی سيال ند ی ، بلکه سر بيره پردې د جمهوري رياست په انتخاباتو کي يو بل کانديد يعني د انقلابي ګارډ مشر محسن رضا هم برخه لري .
او يو بل کانديد چه په اصل کې د ريفورم د پلويانو په قطار کي راځي ، مهدي کروبي دی ، خودامعلومه ده چې اصلي سيالي د احمدي نژاد او مسوي تر منځ ده .
په اصل کې دواړه کانديدان د خپلو ځانګړو خصلتونو او نظريوپه درلودلوسره يو دبل څخه توپير کيدلی سي . پر احمدي نژاد دا تور موجود دی چه تر اوسه پوري په ايران کي د اقتصادي خراب حالت ذمه واري پرغاړه لري .
رضايې پراحمدي نژاد نيوکه کوي او وايي چه ، احمدي نژاد ايران د بر بادي کندي ته اچوي ،اومسوي بيا پر احمدي نژاد تور لګوي چه ايران يې دخارجي سياست په برخه کښي د انزوا سره مخامخ کړيدی، او ځکه نو ايران ته پوره تاوان رسيدلی دی .
پر احمدي نژاد باندی دا تورونه هم لګيږي ،چه خلګو ته يې سوغاتونه ورکړي دي ، څو ورته رايي ورکړي ، خو پخپله احمدي نژاد دغه ټول تورونه ردوي .
فيليف/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري