1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

په داسي حال کي چي رسمي پايلي لا معلومي نه دي، يو شمير کانديدانو چي فکر کوي ولسي جرګي ته يي لاره نه ده موندلي، د خپلواک کميسيون پر ضد د مخالفت غږ پورته کړي

https://p.dw.com/p/Pg5B
دافغانستان ځيني کانديدان په ځينو حوزو کی د راييو له باطلولو سره مخالفت لري
دافغانستان ځيني کانديدان په ځينو حوزو کی د راييو له باطلولو سره مخالفت لريانځور: DW

څه باندني څلور ملیونه ا فغانانو د د وږی میاشتې په 29مه نیټه د ولسې جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستي وه.

د ټول ټاکنو د کمیسیون د رپوټ مطابق به نن د پارلماني ټاکنو ابتدایې نتیجې اعلان سي.

د مهال ویش له مخې به دغه پایلې یوه اونۍ دمخه اعلامیدې خو کمیسیون وایې چې ورته په غټ شمیر کې د ور روانو شکایتونو له امله یې دغه نیټه یوه اونۍ ځنډولي وه.

اوس داسي ښکاري چې د ولسې جرګې نوي مجلس ته تر ډیره بریده نویو کسانو لاره موندلي.

له پخوانیو جنګ سالارانو بیا تر کمونست پلوه سیاست والو او اوسنیو دیموکراتانو پوري د هرې ډلي کسانو هڅه کړي چې ولسې جرګې ته لاره ومومې.

د ولسې جرګې د لومړنیو پایلو تر اعلان څو ساعته دمخه د پاتې راغلو کاندیدانو د اعتراضونو لړۍ روانه وه.

په کابل کې د شمالي، لویدیځو، مرکزي او یو شمیر جنوبي ولایتونو معترض کاندیدان را غونډ شوي ؤ او د ټاکنو پایلې یې د نه منلو وړ بللي.

د ټول ټاکنو د کمیسیون کارکونکي د دغو کاندیدانو تر متواترو لفظي ګزارونو لاندي وو.

یوه معترضه کاندیده د آلمان غږ راډيو ته وویل: یو فیصد هم سم کار نه دی شوی. په دې معنی چې رایې سمی شمیرل شوي نه دی. نو زه وایم چی سل فیصده جعل او تقلب شوی».

د هرات ولایت یو ناراضي کاندید: «د فساد او اختلاس سرچینه د انتخاباتو کمیسیون ده، مونږ یې پایلې نه منو.»

یو بل پاتې راغلی کاندید بیا وايی:« دا د اختلاس او تقلب اسناد دي، تاسو په خپله ورته وګورﺉ په دوو ښځینه او نارینه ټاکنیز حوزو کې پراخه درغلي شوي.»

د ټاکنو پر کمیسیون د معترضو کاندیدانو له لوري نیوکې په تیرو دریو میاشتو کې کومه نوي خبره نه ده . له انتخاباتو را وروسته تر نن ورځي پوري کمیسیون د یو شمیر کاندیدانو تر سختو نیوکو لاندي وو او دغه کار پای نه دی موندلی.

اوس چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي لا هم د ټاکنو کمیسیون هغو کاندیدانو ته ګواښ ورکوی چې درغلي یې کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون غړی ضیا رفعت وایې، دا چې لومړنۍ پایلي اعلان شي وروسته تر هغه هم د هغو کاندیدانو نومونه له نوم لړ څخه ایستل کیدای شي چې پرې د درغلیو او له واک څخه د ناوړې ګټي اخیستني تور ثابت شي.

هغه یادونه وکړه: «مونږ د ټولو هغو نوماندانو دوسیې څیړو چې پرې د تخطۍ، درغلۍ او یا جعل کارۍ تورونه لګیدلي وي، او که څه هم چې دا کسان په لومړنیو پایلو کې بریالي شوي هم وي، او په هره کچه کې چې وي د بریالیو کسانو له نوم لړ څخه به وایستل شي.»

که څه هم په لومړنیو پایلو کې د لمرینې ورځي په څيرد بریالیو کاندیدانو نومونه لیدل کیږي خو دا چې پاتې راغلي کاندیدانو ته به د منلو وړ وي که څنګه ، په دې اړه د راتلونکي لپاره د وریځ وړاندوینه کیږي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم