1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د هند د ټاکنو وروستۍ ورځ ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

په هند کې ټاکنې تل ډېر دوام کوي چې اوس خپلې وروستۍ ورځې ته ورداخلې شوې دي. لومړی وزير نریندر مودي هيله لري چې بيا به پنځه کاله خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو نيوکې هم ورباندې ډېرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/3Ijnz
Indien Mumbai Wahl
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Mqbool

نن يکشنبه (د ۲۰۱۹ کال د می ۱۹مه) د هند په ځينو برخو کې ټاکنې تر سره کيږي چې په دې ترتيب دغه شپږ اوونۍ اوږدې ټولټاکنې بشپړيږي. د لومړي وزير نریندر مودي انتخاباتي حوزه واراناسي يا بېنارس نوميږي چې د هندوانو مشهور مذهبي ښار دی. د دې تر څنګ ۵۸ نورې انتخاباتي حوزې هم نن پرانيستې دي. مودي د تويتر د لارې ليکلي دي: «نن د لوګ سبها يا ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ ورځ ده. زه له ټولو رايه ورکوونکو څخه، چې په دې پړاو کې رايې ورکوي، هيله کوم چې د رېکارډ شمېر رايې دې ورکړي. ستاسو يوه رايه به د هند برخليک د راتلونکو کلونو له پاره تعيين کړي.»

Indien Premierminister Narendra Modi
د لومړي وزير مودي پر ګوند باندې د هندو ملتپالنې له کبله نيوکې په زياتېدو ديانځور: IANS

ترينګلې اوضاع

دغه ټاکنې د مودي د حکومت په سر ریفرنډم يا ولس پوښتنه هم بلل کيږي، چې ځينۍ پاليسۍ يې ناکامې وې، لکه د ډېر قيمت لرونکو بانک نوټونو له منځه وړل. د اپوزيسيون ګوندونو د مودي پر بهاراتيا جاناتا ګوند يا «بي جی پي» باندې تور لګولی چې په هند کې توکمي او مذهبي ترينګلتيا ته لمن وهي ځکه چې د دغه ګوند پيغام او تګلاره د هندوانو ملت پالنه ده. کتونکي په دې اند دي چې د مودي ګوند به په قدرت کې پاته شي، خو د ۲۰۱۴ کال د عمومي انتخاباتو يا ټولټاکنو په پرتله به لا لږې چوکۍ وګټي. د هند د ټاکنو کميسيون ويلي دي چې سږ کال ۶۶ سلنه خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی، چې د تېرو ټاکنو په پرتله ۸ سلنه زياتوالی ښيي.