1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د می لومړی ورځ په نړې کې د کار ورځ او د هغې تاريخ

Fazli, Ziaulhaq۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د می لمړۍ ورځ د نړی په ډيرو هيوادونو کی د کار د ورځۍ په نامه لمانځل کيږی .

https://p.dw.com/p/DrjL
د هغه کورونو په مخ کی چی ښايسته پيغلۍ نجونۍ هلته اوسيږی د ناجو ونۍ درول کيږی
د هغه کورونو په مخ کی چی ښايسته پيغلۍ نجونۍ هلته اوسيږی د ناجو ونۍ درول کيږیانځور: AP

خو د دغۍ ورځۍ لمانځنه يوه ډيره اوږده تاريخچه هم لری.
د روميانو په زمانه کی به د می لمړی ورځ د فلورا یای یا د الهۍ د ګل د ورځۍ په نامه چی د دوی د پاره يو مقدس ګل و ، لمانڅل کيده. چی وروسته بيا په ډيرو اوروپایی هیوادونو کی د می د لمړۍ ورځۍ د ميلۍ د ورځۍ بڼه نيولۍ. او داهم د يادونۍ وړخبره ده چی دمی دورځۍ دميلۍ په مقابل کی سخت مقاومتونه او حساسيتونه هم د تاریخ په اوږدو کی ښودل شوی دی. مثلا په 1555 ميلادی کال کی د انګلستان د شاتلند په ښارکی د دغۍ ورځۍ لمانځل منع شول. او په 1644 ميلادی کال کی د انګلستان د پارلمان له خوا دا پريکړه وشوه چی دمی د لمړی ورځۍ په مناسبت باید ونی ونه درول شی . په آلمان او په ډيرو نورو اورويايی هيوادونو کی د می د لمړۍ نيټۍ په شپه په تيره بيا دهغه کورونو په مخ کی چی ښايسته پيغلۍ نجونۍ هلته اوسيږی دناجو ونۍ درول کيږی او ځوانان ددغه ونو په درولو کی سره سيالۍ کوی چی دچا ونه ترټولو ښایسته او جګه ونه ده .

خو که د می د لمړۍ ورځۍ ددونو څخه تيرشو اوسياسی اړخ ته يی یو لنډ نظر واچو ، د1886 ميلادی کال يه پيل کی په شمالی آمريکا کی دکاريګرو غورځنګ دمی د مياشتی په لمړۍ نيټه د دی غوښتنۍ دپاره کاريګر د يوه عمومی اعتصاب د پاره راوبللچی د دوی د کار وخت دی بايد کم کړای شی. همدا شان په ډيرو نوروصنعتی هيوادونوکی هم وروسته کاريګرو په همدی ورځ دخپلو حقونو دغوښتنۍ دپاره په عمومی اعتصابونو او مظاهرو لاس پوری کړی خو د شیکاګو په ښارکی دپرله پسی مظاهرواو اعتصابونو له امله دمی دمياشتی په دريمه نيټه امنيتی ځواکونو دمظاهره چيانو دتيت او پرک کولو دپاره دزور ځخه کار اخيستی او په دغه پيښه کی څو تنه مظاهره کونکی وژل شوی . دمی دياشتی په څلورمه نيټه حالات لا پسی ويجاړ شوی ، په تيره بيا ديوه بم دچاودنی نه وروسته په شيکاګو کی دکاريګرو هغه پاڅون منځ ته راغلی چی دآمریکی دمتحده ايالتونو دکارګری غورځنګونو په تاريخ کی دوښو دمارکيټ دپاڅون په نامه ياديږی .ددغه پاڅون به بهیرکی لږ تر لږه 200 کاریګر ټپيان شوی و دمړيو دشمير په هکله تر نن ورځۍ پوری چا سمه احصايه نده ورکړی .

په سوسيالستی هيوادونو کی به يو وخت دمی لمړی ورځ دکاريکرو دنړيوالۍ ورځۍ په نامه به خاصو مراسمو سر لمانځل کيده.

دمی لمړی ورځ سږ کال په آلمان کی دهغۍ مذهبۍ سترۍ ورځۍ سره تصادف کړی چی دعيسويانو په عقیده په دغه ورځ عیسی ع آسمان ته ختلی دی.
ِ په آلمان کی دمی دلمړی نيټۍ په مناسبت دکارګری ټولنو او سياسی ډلو له خوا په برلين او ددغه هيواد په ډيرونور ښارونو کی غونډی او مظاهری کیږی

له دی امله چی په آلمان کی دکار دبازار وضع دپخوا په پرتله ښه شوی دی نو د دغه هيود د سوسيال ډیموکرات ګوند دمی دلمړۍ نيټۍ په مناسبت ويلی دی چی دوی غواړی دروانۍ لسیزی تر پايه پوری په آلمان کی وزګاری بيخی له منځه ولاړ شی . او دکاریګرو په اقتصادی وضع کی بايده دی دپاملرنۍ وړ ښه والی او سمښتونه راشی . دآلمان په لوی اتلافی حکومت کی ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين مایر چی د سوسیال ډيموکرات د ګوند غړی هم دی ،ديوۍ ورځپاڼۍ سره مرکه کی ويلی دی چی مونږ نه يواځۍ غواړو دوزګاری په ضد مبارزه وکړو بلکی غواړو چی دوزګاری سره په مبارزه کی بری هم ترلاسه کړو .

دآلمان دسوسيال ډيموکرات دګوند دمشر کورت بيک او دبهرنيو چارو دوزیر شتاین مایر په عقيده دکار دبازار دوضع دښه کیدلو له امله ددی شانس شته چی په همدی روان ميلادی کال کی په آلمان کی دوزګارانو شمير ددريو مليونو څخه راټيټ کړای شی .

خو د آلمان د کيڼ لاسو دګوند په عقيده د کار کوم نوې ځايونه چی پيدا شوی ، نه د ډاد وړد کار ځايونه دی اونه دا چی کاریګروته پکی سمی تنخواوی ورکول کيږی. دکين لاسو دګوند په عقيده دکار هغه ځايونه چی له تنخواو څخه يی څوک ژوند نشی کولای په درد نخوری بايد دکار داسی ځايونه پيدا شی چی له معاشه څخه يی کاريګر ژوند وشی کړای .