1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن به تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه

نن یکشنبه، د جولایي دمیاشتې اتمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15TcK
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۲م کال پر همدې ورځ فرانسې له پروسیا سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۸۵م کال پر نن ورځ د وال سټریټ جرنال، لومړۍ گڼه چاپ شوه.

د ۱۹۴۰م کال پر همدغه ورځ د نازي المان له لورې پر ناروې باندې د بریدونو په ۶۲مه ورځ د دغه هیواد دولت لندن ته انتقال شو.

د ۱۹۷۶م کال پر نن ورځ د اندونیزیا چارواکو خبر ورکړ چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله نهه زره تنه انسانان وژل شوي دي.

د ۱۹۹۴م کال د جولایي د میاشتې پر اتمه نیټه د شمالي کوریا واکمن کیم سونگ دویم، ومړ.

د ۱۹۹۸م کال پر همدې ورځ په افغانستان کې طالبانو پر تلویزون او ویدیویي کستونو باندې بندیز ولگاوه.

د ۲۰۰۱م کال پر نن ورځ فلیپیني چارواکو د سخت دریځه اسلامي ډلې ابو سیاف یو قوماندن ونیوه. پر هغه باندې تور وو چې د پالوان د جزیرې څخه ئې د ۲۰ تنو سیلانیانو د تښتولو دسیسه جوړې کړې وه.

د ۲۰۱۲م کال پر همدې ورځ نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلور کلونو له پاره په ملکي برخه کې د ۱۶ میلیارده ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش