ننگرهار: ځانمرگي برید ۲۵ کسان ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سهشنبهاعلان
یوه ځانمرګي برید کوونکي د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالي کې 25 کسان ووژل او په لسهاو تنو نور کسان ئې ټپیان کړل.
د ننگرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی، وویل چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ځانمرګي برید کوونکي د دور بابا د ولسوال د یوه خپلوان د جنازې په مراسمو کې خپل ځان وچاوه.
د پولیسو په خبره پېښه د افغانستان په سیمه ییز وخت تر غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجو رامنځ ته شوې ده.
د دویچه سیمه ییز خبریال د دور بابا له وسلوال سره چې پخپله هم په پېښه کې ټپي شوی دئ خبري کړي دي. هغه ویلي دي چې چاودنه د ولسوالۍ تعمیر ته نزدې رامنځ ته شوې ده چې پکښې ډیرو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.