1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کی د افغانستان بانک نوی ودانی جوړیږی

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

ننګرهار کی د افغانستان بانک نوی ودانی جوړیږی. د دغی ودانی د جوړولو چاری به د یو نیم کال په مودی کی پای ته ورسیږی. دا په داسی حال کی چی په روان کال کی به په پنځو نورو ولایتونو کی د افغانستان بانک نوی ودانی جوړی شی

https://p.dw.com/p/11U1C
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: Kamran Atal

د جلال آباد په ښار کی د افغانستان بانک د نوی ودانی د جوړولی چاری پیل شوی. په دغي وداني به 35 ميليونه افغانی د افغانستان بانک د بوديجی څخه ولګول شی.

د دي وداني د بنسټ ایښودلو په غونډي کی د افغانستان بانک دويم مرستيال، محمد عیسی تراب، وویل چی دغه وداني به د یو نیم کال په مودي کی جوړه شي او په نړیوالو معیارونو به برابره وي.

په دغي غونډي کی په ختیځو ولايتونو کی د افغانستان بانګ د څانګو مشر، حاجی روح الله، وویل چی د بانک د نوی ودانی د جوړیدو سره به یی ډیری ستونزی حل شی.

«د نوی ودانی په جوړیدو سره به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ټولی دولتی شتمنی خوندی شی.»

حاجی روح الله همدا راز وویل چی هڅي کوی ترڅو په ننګرهار کی په بشپړه توګه افغانی پیسی وچلیږی.

اوس مهال په دغه ولایت خلک په ډیری معملاتو کی د پاکستانی پیسو څخه استفاده کوی.

دا په داسی حال کی ده چی دوه اونی وړاندی هم د تورخم په بندری ښارګوتی کی د افغانستان بانک نوي وداني کټي اخستني ته وسپارل شوه.

د پلان له مخی به په روان کال کی په پکتیا، سرپل، نیمروز، بادغیس او غور ولایتونو کی د افغانستان د ملی بانک نوی ودانی جوړی شی.

دویچه ویله/ شمعه احمدزی
کتونکی: مسعود جهش