1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د پاکستان قونسلګرۍ ۲ کسان لادرکه شوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ دوه کارکونکي د تيرې جمعې ورځې راهيسې لادرکه شوي دي. دوی پاکستان ته په لاره ول خو تر اوسه پاکستان ته داخل شوي ندي.

https://p.dw.com/p/2esoK
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د دوي د قونسلګرۍ دوه کارکونکي لادرکه شوي دي. دوي د جمعې په ورځ (جون ۱۶مه) په يو موټر کې پاکستان ته پر سفر ول، خو هغوي تر اوسه خپلو کورونو ته ندي رسيدلي.

د پاکستان حکومت په دې اړه کابل ته خپله انديښنه ښکاره کړې ده او د مرستې غوښتنه يې کړې ده. افغان حکومت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د لادرکه شويو پاکستاني کارکونکو د موندنې په اړه د هر ډول هڅو ژمنې کړې دي. کابل د لادرکه شويو کارکونکو د موندنې په اړه خپل تحقيقات پيل کړي دي.

کابل حکومت پاکستان لور ته ډاډ ورکړی چې د لادرکه افرادو په اړه د هڅو او تحقيقاتو سربيره به هغو کسانو ته هم قانوني جزا ورکوي چې په دغې پيښه کې دخيل پيژاندل کيږي. خو دا چې افغانستان لور په دې اړه تر اوسه څه عملي اقدامات ترسره کړي په اړه يې څه ندي ويل شوي.

کابل او اسلام آباد د لادرکه شويو پاکستاني کارکونکو په اړه درې تحقيقاتي ډلې ګمارلي دي. يادې ډلې به د قضيې په تړاو د لا زياتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه، له مختلفو افراطي جنګياليو ډلو سره هم اړيکي ټینګوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په جلال آباد ښار کې د خپلې قونسلګرۍ د دوه کارکونکو د لاپته کيدو په تړاو تر اوسه پر کومې ډلې د لاس لرلو تور ندی لګولی. ياد وزارت وايي دا چې تر اوسه د قضيې په تړاو کوم کره معلومات په لاس کې نشته نو هيڅ هم نشي ويلای.

په ننګرهار ولايت کې دوه افراطي ډلې، طالبان او داعش وسلوال فعاليتونه لري. د دې احتمال هم شتون لري چې دغه اسلامپاله افراطي ډلې به د پاکستاني کارکونکو په برمته کولو کې دخيلې وي.