1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د شيرزادو ولسوالي د طالبانو د ولکې څخه ووتله

۱۳۸۹ دی ۷, سه‌شنبه

د ننګرهار ولايت چارواکو خبر ورکړ چي ددغه ولايت د شيرزداو ولسوالي يي په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو خلاصه کړې او اوس يې هم په يو شمير سيمو کي پر ضد د بهرنيو او افغان ځواکونو تصفيوي عمليات روان دي.

https://p.dw.com/p/QkYv
د ننګر هار والي ګل آغا شيرزی په ولسوالۍ کي د وينا پر مهال
د ننګر هار والي ګل آغا شيرزی په ولسوالۍ کي د وينا پر مهالانځور: DW

د شيرزادو ولسوالي د سپين غره په لمن کي پرته او د ننګرهار يو له ناامنه ولسواليو څخه ده چي له تيرو پنځو مياشتو راهيسي د وسله والو طالبانو په ولکه کي ول او دولت پکښي خپل فعاليتونه نه سوای کولای.

په نوموړې ولسوالي کي په پراخه پيمانه کوکنار کرل سوي او د نا امنۍ له کبله تيري پارلماني ټاکني هم تر سره نه سوې.

د چارواکو په خبره ولسوالي اوس مهال د دولت د مخالفینو د شتون څخه پاکه سوې او تيره ورځ د ننګرهار والي ګل آغاشيرزي د ولسوالۍ په انګړ کي د ځاي قومي مشرانو سره خبري وکړې.

شيرزي د سيمه خلکو ته وعده ورکړه چي ډير ژر به د بيا رغاوني کارون پيل سي.

د ننګرهار والي په سيمه کي رسينو ته وويل چي اوس مهال د شيرزداو ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه سوې او پرضد يې تصفيوي عمليات روان دي.

د ننګرهار والي دا ونه ويل چي پدغه عملياتو کي څومره مرګ ژوبله اوښتې خو وې ويل چي ډير شمير سپکه او درنه وسله ترلاسه سوې.

« ګډ ځواکونه په ډير ايماندارۍ باندي راغلل او دلته يې پاک سازي وکړه, وسله يي ونيوله يو شمير موټران يې ونيول، او نن د ننګرهار او شيزادو خلکو ته خپله سيمه بيرته ازاده سوه.»

په سيمه کي د ايتلاف يو مسول وويل چي ياد عمليات يې د سيمي د خلکو په غوښتنه پيل کړل چي تراوسه په کاميابۍ سره روان دي، هغه د سيمي له خلکو وغوښتل چي خپلي ستونزي وسره شريکي کړي چي د حل په موخه يې ورسره همکاري وکړي.

د شيرزداو ولسوالۍ يو شمير اوسيدونکو رسنيو ته وويل چي دولت بايد ورته د پاکو اوبو د د برابرلو، د سړکونو جوړلو او د معارف په برخه کي کارونه ترسره کړي.

د سيمي يو تن اوسيدونکي خان ولي وويل، زموږ سره ډيري وعدې سوي وې خو تراوسه يوه هم نه ده پوره سوې.

« دلته چي کله زلزله وسوه زموږ سره ډيري وعدې وسوې چي تاسو ته کلينک جوړو ، مکتبونه درته جوړو خو تراوسه هيڅ نه دي سوي.»

دا په داسي حال کي ده چي وسله والو طالبانو يو شمير رسنيو ته ويلي له سيمي يي تکتيکي پر شاتګ کړی او دوی د يادو عملياتو په زور نه دي وتلي.

شمع احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل