1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: د شاتو مچيو روزونكو ټولنه

۱۳۸۸ تیر ۹, سه‌شنبه

د (اسمټ) په مالي مالي مرسته د ننګرهار په ولايت كې د شاتو د مچيو د روزونكو يوه ټولنه جوړه شويده. دغه ټولنه څه د پاسه ۵۰۰ تنه غړي لري.

https://p.dw.com/p/Ie9B
انځور: DW

د ټولنې لپاره د اسمټ په مرسته د ۲۵ زرو ډالرو په لګښت د پروسس يو ماشين هم پيرودل شوى. د دغه ماشين په پيرودلو سره اوس د شاتو د مچيو روزونكولپاره ډيرې آسانتياوې برابرې شويدي او دوى كولاى شي خپل شات په لوړ كيفيت پروسس كړي او د ټولنې په مرسته يې بازار ته وړاندې كړې.

دغه ټولنه له يو كال څخه راپدې خوا د شاتو د مچيو په روزنه بوخته ده. د شاتو د روزونكو د ټولنې غړي د ټولنې له جوړيدو څخه د مخه د ډير زيار په ګاللو سره هم پدې نتوانيدل چې له خپل كار څخه ښه ګټه تر لاسه كړي. د دغې ټولنې په جوړيدو كې د اسمټ موسسه ونډه اخيستې ده.

نوموړې موسسه د شاتو د مچيو روزونكي يي سره راټول كړي او هغوى لپاره يې د ۲۵ زروډالرو په مالي لګښت د شاتو د پروسس يو ماشين پيرودلى. دغه ماشين چې د ټولنې په واك كې وركړشوى دى اوس د ټولنې هر غړى كولاى شي خپل لاس ته راوړي شات په همدې ماشين كې پروسس كړي او د ټولنې له لارې يې بازار ته وړاندې كړي، د پروسس په دغه ماشين كې شات په ډير ښه كيفيت پروسس كيږي.

د ننګرهار ولايت د شاتو د مچيو د روزونكو د ټولنې يو تن غړى معشوق اله رودوال وايي چې: د ننګرهار په ولايت كې د ډيرو ګلبڼونو د شته والي له امله د شاتو مچيو لپاره د روزنې ښه شرايط موجود دي او هغه شات چې د ننګرهار په ولايت كې له مچيو څخه ترلاسه كيږي د كيفيت له پلوه په سيمه كې بې ساري دي.

معشوق اله رودوال وايي چې: د شاتو د پروسس له ماشين څخه پنځه سلنه تر لاسه شوې ګټه د ټولنې پر غړو ويشل كيږي تر څو لدې لارې د شاتو د مچيو د روزونكود ټولنې غړي له اقتصادي پلوه بسيا شي.

د ننګرهار ولايت د شاتو دمچيو د روزونكو د ټولنې يو بل تن غړى فريد وايي چې د ټولنې له جوړيدو څخه د مخه د افغانستان شات په ګاونډيو هيوادونو ايران اوپاكستان كې پروسس كيدل او د هم هغو هيوادونو په نامه به نورو بهرنيو هيوادونو ته صادريدل. خو اوس دا زمينه برابره شويده چې د ننه په افغانستان كې د شاتو پروسس تر سره شي او د ښه كيفيف د درلودلو له امله بهرنيو هيوادونو ته هم صادر شي.
فريد وايي چې: د شاتو د مچيو د روزونكو د ټولنې په جوړيدو سره اوس نه يواځې دا چې د ټولنې د غړو په كورني اقتصاد كې بدلون راغلى او د پخوا په پرتله روزونكو ته ښه ګټه په لاس ورځي.

له بلې خوا د ټولنې جوړيدل او د شاتو د كيفيت لوړيدل د ننګرهار ولايت په ټولو ولسواليو كې يې ډير خلك دې ته هڅولي چې د شاتو د مچيو په روزنه بوخت شي او د شاتو د مچيو د روزونكو د ټولنې غړيتوب تر لاسه كړي.

بری پال
کتونکی: يحيی وردک