1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: خلک امنيت او عدالت ته رايه ورکوي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، په افغانستان کې نوې نظر پوښتنه تر سره کړې ده. دغه نظر پوښتنه ښيي چې د افغانستان ۹۲ سلنه خلک د ټاکنو ملاتړ کوي. د خلکو د وینا له مخې ټاکنې د واک سپارلو تر ټولو ښه لار ده.

https://p.dw.com/p/1BW1v
انځور: DW/H. Sirat

په دغه نظر پوښتنه کې د ټول افغانستان په کچه ۴۰۴۰ کسان پوښتل شوي دي. له هغو خلکو چې پوښتنې شوي دي د سواد سطحه یې مختلفه او له کلیو او بانډو سره یې تړاو درلود.

د دغه نظر پوښتنې له مخې د افغانستان ۷۵ سلنه خلک تصمیم لري چې په ټاکنو کې گډون وکړي.

د فیفا رئيس نادر نادري، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل: «د افغانستان اکثره خلک له کانديدانو څخه درې اصله غواړي، د سولي او امنیت ټینگښت، عدالت او د زده کړو برابرول. خلکو ویلي دي چي هر کانديد چې دغو درو اصلو ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی وي، هغه ته رايي ورکوي.»

د دغه نظر پوښتني له مخې ۸۸ سلنه بې سواده خلکو ویلي دي چې د ټاکنو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د متوسطو زده کړو لرونکو کسانو په منځ کې دغه ۹۳ سلنه ده او د لوړو زده کړو لرونکو په منځ کې بیا ۹۶ سلنې ته رسیږي. د نوموړې نظر پوښتنې له مخې ۹۴ سلنه نارينه وو او ۹۰ ښځو ویلي دي چې د ټاکنو ملاتړ کوي.

د نادري د وینا له مخې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د رایې ورکولو له پاره د خلکو تصمیم متوافت دی: «د بامیان مرکزي سیمې او په دایکندي کې په ټاکنو کې د خلکو د گډون لیوالتیا لوړه ده، ۹۰ سلنه خلکو ویلي دي چې په ټاکنو کې گډون کوي. له بده مرغه د کمې لیوالتیا کچه په کابل کې موجوده ده. د افغانستان په ختیځ کې ۸۵ سلنه او په شمال ختیځ کې ۷۸ سلنه خلکو ویلي دي چې خپلې رایې به کاروي او په سویل لویدیځ بیا ۷۸ سلنه خلکو ویلي دي چې خپلي رایې به ورکوي.» د کابل په ښار کې یوازې ۶۴ سلنه خلکو ویلي دي چې په ټاکنو کې به گډون کوي.

په ټاکنو کې د نه گډون دلایل

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، وایي، ډیری کسان چې نه غواړي په ټاکنو کې گډون وکي وایي چې له ټاکنو خبر نه دي او نه پوهیږي چې ټاکنې به د هغوی د کوم درد دوا شي.

نادري په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «۲۰ سلنه خلک چې رایې ورکول نه غواړي، د ټاکنو د پروسې په اړه د کافي معلوماتو نه لرل دي.»

دغه نظر پوښتنه دا هم په گوته کوي چې ۳۶ سلنه خلک په دې آند دي چې تیري ټاکنۍ آزادي او عادلانه نه وې او په هغه کې تقلب شوی دی.

د نظر پوښتني له مخې ۲۷ سلنه خلکو په ټاکنو کې د گډون له پاره نوم لیکنه نه ده کړې. له تقلب څخه اندیښنه، له نوماندانو څخه نارضایتي، د اطلاعاتو کموالی او نا امني هغه دلیلونه دي، چې له کبله یې په ټاکنو کې گډون نه کوي.

په دغه نظر پوښتنه کې خلکو ویلي دي چې ټاکنیز کمیسیونونه د ټاکنو د تر سره کولو وس لري، خو په وینا یې دغه کمېسیونونه د نفوذ لرونکو افرادو تر اغېز لاندي دي.