1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نصيرالله بابر د افغانستان پر سياسي حالاتو څه اغيزه درلوده؟

۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبه

نصيرالله بابر د افغانستان پر تاريخي شتمنيو د چورتالا سربيره، د طالبانو د حکومت په بنسټ ايښودلو او د کمونست پلوه رژيم په نسکورولو کي مهم رول درلود.

https://p.dw.com/p/QqZj
انځور: AP

د خيبر پښتونخواه په نوشيره کي د پيپلز ګوند دغه کليدي غړی چي يو مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير وو له تيرو درو لسيزو راهيسي د افغانستان پر سياسي حالاتو اغيز درلود.

د سياسي چارو شنونکي وايي چي نوموړی د ډاکټر نجيب الله، احمدزي او يو شمير نورو افغان سياست والو په وژلو کي هم لاس درلود.

او دغه کار يي د پاکستان د څارګري ادارې په نږدۍ همکارۍ تر سره کړی دی.

د سياسي چارو مبصرعاشق الله يعقوب وايي پخوانيو مجاهدينو د بابر په همکارۍ او مالي ملاتړ د وخت واکمن رژيم چي مشري يي ډاکټر نجيب الله کوله را وپرزاوه.

نو ځکه افغان مجاهدينو ته يو اعتمادي کس او د افغانستان په سياسي حالاتو اغيزناک سياست وال بلل کيده.

« په دې کي شک نسته چي بابر له درو تر څلورو لسيزو راهيسي په دغه سيمه کي اغيزمن شخصيت وو، د طالبانو پروژه يوه لويه پروژه وه او نصير الله بابر د دغي پروژي يو اجرا کونکی وو، او دا احتمال هم سته چي دغه پروژه به له يوه سر بابر ته سپارل سوي وي.»

هغه وايي ده په خپله ويلي ول چي:« د داود خان د رژيم پر مهال په افغانستان کي مجاهدين را ټولول او بيا به يې پاکستان ته بيول او تر روزني او تجهيز وروسته به يي بيرته د حاکم رژيم پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته را استول».

بابر د پاکستان د پيپلز ګوند مهم غړی بلل کېده چي په بيلا بيلو پوستونو کي يې کار کړی دی.

نوموړي د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۷ کلونو ترمنځ د خيبر پښتونخواه والي وو او د بې نظير بوټو د واکمنۍ پرمهال د هغې د کورنيوچارو د وزير په توګه دنده لرله.

د پوځي چارو بل کارپوه جنرال طاقت بيا وايي چي بابر که څه هم پښتون وو خو د پاکستان او افغانستان دواړو د پښتنو پر ضد يې کار کاوه.

« بابر د يوه پښتون جنرال په صفت، په پاکستان او افغانستان کي د پښتون ضد رول ولوباوه، په خاصه توګه له طالبانو څخه د هغه ملاتړ او له افغانستان څخه د تاريخي اثارو د غلا په برخه کي».

د سياسي چارو شنونکي وايي چي نصير الله بابر د طالبانو د تحريک په را پورته کولو کي مهمه ونډه لرله، او د ۱۳۷۵ کال په لومړيو کي يي د افغانستان يو شمير سيمو ته هم سفرونه کړي او د طالبانو له کليدي مشرانو سره يې ليده کاته کړي ول.

د هغه د غه ملاتړ د افغانستان په مسايلو کي د نفوذ د تر لاسه کولو له امله وو.

کله چي د لومړي ځل لپاره طاللبانو کندهار لاندي کړ نصير الله بابر د پاکستان د کورنيوچارو وزير وو او هغوی ته يي پام واړاوه اوله هغوی سره يي په پوځي او سياسي ډګرونو کي مرستي کولي او ملا عمر هم له هغه څخه مشوري اخيستې.

نصير الله بابر روانه اونۍ د ۸۳ کلونو په عمر له دي نړۍ وکوچيد.

خو کله چي د افغانستان په سياسي کړيو کي د نصيرالله بابر نوم اخيستل کيږي نو ورسره جوخت نوموړي له تيرو څه باندي دري نيمو لسيزو راهيسي د افغانستان د حاکمو رژيمونو پر ضد د دسيسو يو اصلي طراح هم بلل کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل