1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نثار احمد بهاوي خپله لومړی لوبه وگټله

۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعه

نثار احمد بهاوي د لندن د المپیک په سیالیو کې د ۸۰ کلیو وزن لرونکو ورزشکارانو په مسابقو کې خپله لومړی لوبه وگټله. په همدې حال کې ولسمشر کرزي د تیلیفون پر کرښه روح الله نیکپا ته د هغه د بریا له کبله مبارکي وویله.

https://p.dw.com/p/15ncF
انځور: dapd

نثار احمد د لوبې په لومړي روند کې له خپل مراکويي حریف چیرنوبي اسام، څخه دوې نمرې واخیستې. خو په دویم روند کې هغه ژوبل شو او مراکويي حریف ئې وتوانید چې له هغه څخه درې نمري وگټي.

د لوبې په دویم روند کې دواړو ورزشکاران ژوبل شول او له همدې کبله څو وارې لوبه ودرول شوه. خو دریم روند ټاکونکی وو. په دې روند کې د مراکو لوبغاړي څلور نمرې لرلې او بهاوي د یوې نمرې په توپیر له هغه څخه وروسته وو. خو په پای کې اسام خطا (فول) وکړه او د هغه دوې نمرې راکمې شوي. په همدې وخت کې بهاوي د یوې نمرې په تر لاسه کولو وتوانيد او په دې ترتیب سره د لوبې گټونکی شو.

د بهاوي راتلونکې لوبه د ارجنتاین له ورزشکار سبستاین ادواردو سره ده. دغه لوبه به د افغانستان په وخت په ۰۸:۱۵ بجو پیل شي. که بهاوي دغه لوبه وګټي نو راتلونکې لوبه به ئې د برونزو د مډال پر سر وي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ بل افغان ورشکار روح الله نیکپا، د تکواواندو د ۶۸ کیلو گرامه وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې د برونزو مډال گټلی وو.

ولسمشر کرزي نیکپا ته مبارکي وویله

افغان ولسمشر حامد کرزي، د جمعې په ورځ د تلیفون پرکرښه د المپیک په سیالیو کېد برونزو د مډال د گټلو له املهافغان ورزشکا روح اللهنیکپا،ته مبارکي وویله.

روح الله نیکپا د تکواندو د ۶۸ کیلو وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کېخپل بریتانیاوي سیال ته په پنځو نمرو ماتې ورکړه او دبرونزو مډال ئېوګاټه. دا دویم وار دئ چېافغانستان د المپیک مډال کټي.لومړی مډال هم په ۲۰۰۸ کال کې نیکپا کټلی وو.

د ولسمشر لهدفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کېراغلي ديچېولسمشر کرزيد جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتېپهلسمهنیټه» د افغانستان تیم ته تلیفون کړی دئ او هغوی ته ئې د نیکپا د بریا له کبله مبارکي ویلي ده.

په دغه بیانیه کې راغلي: «افغان ورزشکارانو په وروستیو کلونو کېداثابته کړهچې هغوی د نورو هیوادونو لهورزشکارانو څخه کم استعداد نه لري او په سخت زیار او هڅو سره هغوی د لوبو په ډگر کېد افغانستان بیرغ پورته کړ.»

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض