1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپایي هیوادونو ته شرم په کار دی چې ایران سره تجارت کوي»

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو له اینستکس سره د نورو شپږو اروپایي هیوادونو د یوځای کیدو په غبرګون کې ویلي چې اروپایي هیوادونه باید له دې امله چې غواړې له ایران سره تجارت وکړي، له ځانه وشرمیږي.

https://p.dw.com/p/3U690
Israel Premierminister Benjamin Netanjahu
انځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

اینستکس سره د شپږ نورو اروپایي هیوادونو یوځای کیدل د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامين تنانیاهو له تند لفظي غبرګون سره مخامخ شوی دی.

نتانیاهو د یکشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې لومړۍ نیټه) وویل چې له اینستکس یا د تجارتي معاملاتو د ملاتړ میکانیزم سره د اروپایي هیوادونو یوځای کیدل «ایران د اعتراضونو لا زیات سرکوبه کولو ته تشویقوي».

نوموړي واضحه کړه چې «د ایران رژیم د خپلو اتباعو پر وژنې لاس پورې کوي او اروپایي هیوادونه په خپل دې کار سره د یوه قاتل رژیم ملاتړ کوي.» د نتانیاهو په خبره دغه هیوادونه باید له خپله ځانه وشرمیږي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیي په خپرولو سره له اینستکس سره د نورو شپږو اروپایي هیوادونو د یوځای کیدو د ارادې په اړه ویلي وو: «که د وروستیو اعتراضونو وژل شوي قربانیان د ایران د دا ډول ملاتړ خبر واوري، په قبر کې به ولړزیږي.»

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه راغلي دي: «مونږ له اروپايي هیوادونو څخه پوښتنه کوو چې تاسې له خپل دې اقدام سره د ایران خلکو ته کوم پيغام استوئ؟»

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت له نظره د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو ملکي خلکو د وژنې د مسئولینو نوم اخیستل به په اینستکس کې د ګډون کولو څخه یو «ډیر اخلاقي او ډیر اغیزمن» کار وي.

د نومبر میاشتې په ۲۹ نيټه د هالنډ، بلجیم، ډنمارک، فنلنډ، ناروی او سویډن هیوادونو د یوې ګډې اعلامیي په ترڅ کې له اینستکس یا ایران سره د اروپایي هیوادونو د تجارتي معاملاتو د ملاتړ میکانیزم سره د یوځای کیدو اعلان وکړ.

اینستکس (له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې متبادل میکانیزم) د ۲۰۱۹ م کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا د بندیزونو سربیره د بریتانیي، آلمان او فرانسې له خوا رامنځته شو، څو له دې طریقه ایران وکولی شي خپل نفت بهر ته واستوي او خپل د اړتیا وړ توکي وارد کړي.

د اینستکس متناظر ایراني بنسټ هم د روان کال په اپریل میاشت کې په تهران کې ثبت شوی وو.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ب.ص