1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانياهو: د ايران پر ضد يوازي هم عمل کولای سو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۱۰, چهارشنبه

د اسرائيلو لومړي وزير نتانياهو د ملگرو ملتونو په عمومۍ اسامبلۍ کي د وينا پر مهال په غير مستقيمه توگه ايران په يوه بريد وگواښه، که چيري دغه هيواد غواړي چي اټومي وسلې ولري.

https://p.dw.com/p/19sdt
انځور: Reuters

په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د ۶۸ عمومي اسامبلۍ تر نزدې ۲۰۰ ويناوو وروسته د دغي غونډي په وروستۍ وينا کي د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتانياهو په څرگنده توگه وويل: «زه غواړم په واضح توگه سره ووايم چي اسرائيل به ايران پرې نږدي چي اټومي وسلې ولري. که چيري موږ يوازي هم پاته سو، موږ کولای سو چي په بل ډول دفاع وکړو.»

نتانياهو خبرداری ورکړ، داسي يو ايران چي اټومي وسلې ولري تر داسي يوه هیواد لکه شمالي کوريا چي اټومي وسلې ولري ډير بدتره دی: «دا به داسي بدتره وي لکه ۵۰ شمالی کورياوي چي جوړي وي!» هغه پر ايران باندي د داسي فشار راوستلو غوښتونکی دی چي دغه هيواد اطمينان ورکړي چي خپل ټول پوځي اټومي پروگرام «له بېخه له منځه يوسي.»

اسرائيل د ايران اټومي پروگرام د ځان د موجوديت له پاره تر ټولو ستر گواښ گڼي. لوېديځ پر ايران باندي تور لگوي چي د دغه هيواد مشري د غير پوځي اټومي پراختيا تر نامه لاندي اټومي وسلې جوړوي. خو ايران دغه تورونه ردوي.

«شرمښ د پسه په پوست کي»

د اسرائيلو لومړی وزير د ايران د جمهور رئيس حسن روحاني د وروستيو څرگندونو په اړه چي ويلي يې ول، ايران د اټومي وسلو د جوړولو او پراختيا په لټه کي نه دی، شک او ترديد لري. نتانياهو وويل چي روحاني د خپل سلف محمود احمدي نژاد په پرتله ځان معتدل ښيي، خو توپير يې دا دی چي :«احمدي نژاد د شرمښ په پوست کي شرمښ وو. روحاني د پسه په پوست کي شرمښ دی.» نتانياهو زياته کړه: «زه غواړم چي د هغه په خبرو باور وکړم.» اما سړی بايد ايران د هغه له خوا ارزيابي کړي: «ايران غواړي مخکي تر دې چي نړيواله ټولنه يې احساس کړي ژر اټومي وسلې جوړي کړي.»

د نتانياهو د وينا په اړه د امریکا او ايران غبرگون

د رويترز خبري آژانس په حواله، د سپيني ماڼي وياند جي کارني، د نتانياهو د وينا په غبرگون کي وويل: «د هغه اندېښنه د درک وړ ده. په هرحال ايران هغه هيواد دی چي مشرانو يې تر دې وروستيو وختونو پوري د اسرائيلو د نابودۍ خبره کوله.»

په ملگرو ملتونو کي د ايران يوه استازي خداداد سيفي، هم د ايران او ايراني چارواکو پر ضد چي کوم تورونه د نتانياهو له خوا لگېدلي ول په ردولو سره وويل: «ايران د ان پي تی يعنی د اټومي وسلو د نه خپرولو معاهده منلې ده او پر خپلو ژمنو باندي ولاړ دی.» هغه له اسرائيلو څخه وغوښتل چي ژر تر ژره بايد د ان پي تی معاهده ومني او خپل اټومي تاسيسات دي د اټومي انرژۍ د نړيوال سازمان تر څارني لاندي راولي.

هغه دغه راز نتانياهو په «درواغ ويلو» تورن کړ او د هغه وينا يې «لمسونکې» وبلله او اسرائيلو ته يې خبرداری ورکړ چي ايران به د دغه هيواد له اړخه د هرډول بريد پر وړاندي غبرگون وښيي «ځکه نو د اسرائيلو لومړی وزير بايد په دې اړه حتی فکر هم ونه کړي، پلان کول خو يې لا پريږده.»