1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا: په بمي چاودنه او ډزو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Mgm

د نایجیریا په مایدوگوري سیمه کې لږ تر لږه د ۳۵ تنه د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. دغه پيښه تیره ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د نایجریا د پوځونو د موټرو یو کتار په ماین برابر شو او تر هغې وروسته پوځیانو پر خلکو ډزې وکړې.

د ځایي روغتون نرسانو هم دغه خبر ورکړی چې روغتون ته د ۳۵ کسانو جسدونه وروړل شوي دي. د رویټرز خبري آژانس د عمراو شیخو، د روغتون د نرسانو له قوله لیکي چې روغتون ته چې کوم مړي ور انتقال شوي د هغې له جملې څخه د ۳۰ جسدونو په تن ملکي کالي وو او نور پنځه تنه په پوځي یونیفورم کې وو.

د بورونو ایالت د امنیتي چارو ویاند ساگر موسی، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې هغه د مرگ ژوبلې شمیر تائیدولی او یا هم ردولای نه شي، خو هغه پر دې خبره اعتراف وکړ چې پوځیانو وروسته تر هغې په ډزو پیل وکړ کله چې په دې شکمن شول چې ښایي دغه چاودنه د ریموټ کنترول پواسطه شوي وي. هغه ویلي چې د پوځ له لوري به په دې اړه نن یوه بیانیه خپره شي