1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا: د الوتکې د رالویدو له امله ۱۵۳ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/157R0

په تیرو دوو لسیزو کې په نایجریا کې د الوتکې د رانسکوریدو خرابه پیښه رامنځ ته شوې ده. د نایجیریا د لاگوس په ښار کې د یوې تجارتي مسافر وړونکي الوتکې د رانسکوریدو له امله ۱۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

په الوتکه کې ۱۵۳ تنه سپاره ول او دا چې الوتکه د استوگنې له ځایه سره جنگیدلې هم ده نو ښایې نور ځاني تاوان هم له ځانه سره ولري. د یکشنبې تر ناوخته پورې د الوتکې د رالویدو علت نه دئ معلوم شوی. د نایجیریا د ملکي هوا نوردې د ادارې مشر هارولد ډیمورن ویلي دي چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. یوه پوځي چارواکي رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړې الوتکې په ماشین کې کومه ستونزه موجوده وه. د نایجیریا ولسمشر د الوتکې د رالویدو له امله په هیواد کې د درېو ورځ له پاره ماتم اعلان کړی دئ.