1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ځواکونو په غلطۍ کي دوه تنه ملکي افغانان وژلي

۱۳۸۹ مهر ۱۱, یکشنبه

پېښه تيره ورځ د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي سوې، چي په قربانيانو کي يو کوچنی هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/PTDM
د کندهار هوايي ډګر ته نږدې نږدې د امريکايانو تر کنترول لاندي سيمه
د کندهار هوايي ډګر ته نږدې نږدې د امريکايانو تر کنترول لاندي سيمهانځور: AP

په افغانستان کي د ناټو تر قوماندې لاندي د ايساف ځواکونو يو سړی او يو کوچنی د عملياتو پر مهال وژلي دي.

هسپانوی آژانس efe په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په حواله ليکي چي پېښه د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي د پوځي عملياتو پر مهال را منځته سوې ده.

د ناټو ځواکونو په اعلاميه کي امريکايي ډګروال رفايل توريس ويلي دي چي« ددې عملياتو په جريان کي د ملکي وګړو د وژلو په اړه ډير غمجن يو.»

په اعلاميه کي راغلي دي چي د شنبې په ورځ د ناټو ځواکونو په شاولي کوټ ولسوالۍ کي داسي يو ځوک په نښه کړی چي غوښتل يې پر ځواکونو باندي ډزي وکړي.

ځواکونو هغه وويشتي او په غلطۍ کي هغه ته نژدې يو کوچنی هم ووژل سو او يو بل ملکي افغان ټپي سو.

په اعلاميه کي راغلي دي چي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه پلټني رواني دي.

دا لومړی ځل نه دی چي په افغانستان کي ملکي افغانان په غلطۍ کي ويشتل کيږي، بلکي په وار وار داسي سوي او وروسته يې د پېښي د پلټني په اعلامېدو سره خبره پای ته رسېدلې.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم