1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په جنوب ختيځ زون کي مو 33 کسه وسلوال کسان وژلي دي

۱۳۸۹ تیر ۱, سه‌شنبه

افغان او ناټوځواكونه وايي چي د پكتيكاولايت په څوسيمو كي يې دځمكنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کي 33 وسله وال طالبان وژلي دي.خو وسله وال طالبان بيا د ددوو امنيتي پوستو د نيولو ادعا کوي.

https://p.dw.com/p/Nzzj
په پکتيکا ولايت کي د امريکايي ځواکونو يوه ډلگۍ
په پکتيکا ولايت کي د امريکايي ځواکونو يوه ډلگۍانځور: AP

په جنوب ختيځ زون کي د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چي، د سه شنبې په شپه يې د پكتيكاولايت په ارګون ولسوالۍ کي د وسله والوطالبانوپر يوه ډله هوايي بريد كړى، چي په نتيجه کي يې 25 تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.

د نوموړي دفتر په خبره چي يو شمېر وسلوال کسان په سيمه کي سره راټول سوي ول او غوښتتل يې چي په پکتيکا ولايت کي پر افغان او نړيوالو ځواکونو بريدونه وکړي.

خبرځاى زياتوي چي د وسله والوطالبانو مړي هم په سيمه كي پاته سوي دي.

دغه راز افغان او ناټوځواكونه وايي چي د پکتيکا ولايت په جانيخېلوولسوالۍ كي يې د نيول سوي كمين پرمهال 6 تنه سله وال طالبان وژلي دي.

د افغان چارواکو په خبره په پيښه کي دوئ ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

دپکتيکا د والي وياند مخلص افغان د نوموړي پيښي تايد کوي خو په اړه يې د نور څه ويلو څخه ډډه کړې.

بله خوا وسله وال طالبان وايي چي دپکتيکا په ارګون ولسوالۍ كي هيڅ پېښه نه ده سوې خو زياتوي چي په سرروضه ولسوالۍ کي يې د هوايي بريد په ترځ کي 5 تنه انډيوالان وژل سوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د رسنيو سره په خبر و کي ادعاکړې، چي د پكتيكاپر جانيخېلوولسوالۍيې بريدكړى،د افغان ځواکونو درې امنيتي پوستې يې نيولي او 8 تنه سرتيري يې وژلي دي.

طالبانو په دې پېښه كي د خپلو 2 ملګرو وژل کيدل منلي دي.

د يو بل خبر د مخه د پكتيكاځايي چارواكي وايي چي د دغه ولايت په يحى خېلو ولسوالۍ كي دوه طالبان په خپل ماين وژل سوي دي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل