1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په بروکسل کي افغانستان ته د نورو عسکرو پر ليږلو خبري کوي

۱۳۸۸ آذر ۱۲, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي راسموسن په تيرو اونيوو کښي ډير آخوا دېخواته په حرکت کښي ؤ . د حکومتو سره يې خبري کولې ، او وعدې يې اخيستلې چه هغوی د آيساف د ماموريت په چوکاټ کښي نورعسکر هم افغانستان ته وليږي

https://p.dw.com/p/KpQ0
د ناټو عمومي منشي اندس فوغ راسموسن او د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د ناټو عمومي منشي اندس فوغ راسموسن او د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

په بروکسل کښي د ناټو د غړو هيوادو د خارجه وزيرانو په غونډه کښي راسموسن وويل چه د افغانستان جنګ يو خالص امريکايي جنګ ندی .

« دا يوازي يو امريکايي جنګ ندی . هغه څه چه په افغانستان کښي پيښيږي ، د نړي د ټولو هيوادو دپاره يو واضح او عملي تهديد ديی . »

او پدې خاطر لکه څنګه چه دی وايي ، بايد د ناټو په چوکاټ کښي د آيساف قواوي تقويه سي .

په افغانستان کښي د ناټو دقواوو لوی قوماندان جنرال سټېنلي مک کريستل د 40000امريکايي اضافه عسکرو غوښتنه کړېوه . خو تر څو مياشتو ځنډيدو وروسته د امريکا جمهوررييس بارک اوباما د چارشنبې په شپه اعلان وکی،چه څونه عسکر دی افغانستان ته ليږي .

«زموږد ملي علاقه منديو مطابق به افغانستان ته نور 30000امريکايي عسکر وليږو . »

30000امريکايي عسکر، او پدې حساب نو 10000 نور عسکر کم دي ، چه امريکا يې د خپلو متحدينو ، يعني ناټو د هيوادو څخه غواړي .

د ناټو عمومي منشي راسموسن وويل چه ده د نوي کال دپاره د لږ تر لږه 5000 اضافه عسکرو دليږلو وعده پلاس راوړې ده ، او کيدای سي هغه ډير هم سي .

«ددغه پوځي ماموريت غير امريکايي غړي هيوادونه به لږ تر لږه 5000 نورعسکر افغانستان ته وليږي ، او شايد يو څو زره نور اضافه هم . »

د ډيپلوماتيکو کړيو څخه ويل کيږي چه ګرجستان غواړي 770 ، ترکيه 800 او پولينډ600 نور عسکر افغانستان ته وليږي .

جرمني لا مشخصه وعده نده ورکړې . په برلين کښي ويل کيږي چه جرمني غواړي په لندن کښي د جنوری د آخري د افغانستان بين امللي کنفرانس ته انتظار وباسي ، هلته د متحدينو سره خبري وکي ، او وګوري چه په کابل کښي تر لانجمنو انتخاباتو وروسته څه ډول حکومت رامنځته کيږي او څه ډول کار کوي . خارجه وزير وېسترويله وويل ،

«خبره اول پر اهدافو او ستراتيژي باندي ده ، او بيا وروسته د هغه پر وسايلو چه په څه ډول موږ دغه هدفونو ته رسيدلای سو ، او ستراتيژي تطبيقولای سو .

زموږ په هيواد کښي داسي بحثونه چه يوازي پر دې راڅرخي چه څونه عسکر وليږل سي ، او يا بايد وليږل سي ، زه ردوم . »

وېسترويله په خاص ډول د جمهوررييس بارک اوباما ددې خبري هرکلی وکی ، چه په 2011 کال کښي د افغانستان څخه د پوځونو په راوتلو شروع کوي .

د افغانستان دپاره نو لکه څنګه چه وېسترويله وايي اوس د نظامي حل لار طرح نده ، بلکه يوازي د سياسي حل لار چه د پوځ لخوا حمايه کيږي . يعني د افغانانو سره د بيرته آبادولو د لاري کومک چه د هيواد آينده په خپل لاس کښي ونيسي . او پدې لار کښي به لکه څنګه چه دی وايي ، جرمني نور هم ډير رول پر غاړه واخلي .

په اوس وخت کښي هلته د اروپايي ماموريت په چوکاټ کښي 40 الماني د پوليسو روزونکي او معلمان وجود لري ، او همدارنګه 70 نور د الماني ماموريت په چوکاټ کښي ، چه دا به په راتلونکي کښي نور هم اضافه سي .

شمايڅنر/

کتونکی : محمد قاسم نوري