1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي د دوهم ځل ټاکنو پر مهال د پوره امنيت د ساتلو ژمنه وکړه

۱۳۸۸ آبان ۱, جمعه

د افغانستان د اولسمشرۍ د ټاکنو له دوهم پړاو څخه د ناټو سرمشريزي نه يواځې هر کلی وکړ او هغه يې د دموکراسۍ د پروسې لپاره درناوی وگاڼه، بلکه د رايو ورکولو په بهير کې يې د امنيت په خوندي ساتنه کې د پوره مرستې ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/KDgI
د شمالي اتلانتيک د دفاعي تړن ناټو عمومي منشي اندرس فوک راسموسن
د شمالي اتلانتيک د دفاعي تړن ناټو عمومي منشي اندرس فوک راسموسنانځور: AP

د ناټو وياند جمز اپاتورای په براتسلاوا کي په داسي حال کي چي د افغانستان په وړاندې د ناټو له ژمنو يادونه وکړه، د آلمان ږغ راډيو د دې پوښتني په ځواب کي، چي ناټو د افغانستان د ټاکنو په دوهم پړاو کي څه ډول مرسته کولای سي وويل:

«ناټو په يقين سره چي خپله ونډه پرځای کوي، لکه چي موږ د ټاکنو په لومړي پړاو کي تر سره کړه. موږ په زرگونه سرتيري واستول تر څو د ټاکنو امنيت خوندي وساتي. دغه سرتېري لاتراوسه په افغانستان کي دي او خپل نقش لوبوي، البته په دريم امنيتي کمربند کي.»

اپاتورای يادونه وکړه، چي د ټاکنو په لومړي کمربند د رايو صندقونو په ساحه کي افغان پوليسي ځواک او په دوهم کمربند کي به افغان ملي پوځ د ټاکنو امنيت خوندي وساتي. وروسته له څه ناڅه دوو مياشتو شخړئيزه ټاکنو څخه، په کومو کي چي د درغلي شواهد وموندل شول، د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه وکړه چي د لړم يا عقرب په 16د اولسمشرۍ د پاره يو ځل بيا ټاکنې تر سره شي.

د ناټو وياند وويل: د افغانستان ولاياتو ته د ټاکنو د موادو په لېږدولو کي له افغان حکومت او ملگرو ملتونو سره ناټو مرسته کولای سي. اپاتورای وويل، چي د ټاکنو دامنيت په خوندي ساتلو کي اندېښنه نه لري.

د ټاکنو لومړی پړاو له امنيتي لحاظه ډېر ښه وو. د ټاکنو مرکزونه په سلو کي نوې څنگه چې انتظار کېده پرانستل شول. نو له دې لحاظه کومه اندېښنه نه شته. موږ تر کومه ځايه چې کولای شو د امنيت په خوندي ساتلو کې مرسته کوو. هغه وويل اوس افغانانو پورې اړه لري چې له خپل دې قومي حق څخه استفاده وکړي او يو ځل بيا د رايو صندقونو په لور وخوځيږي.

عبدالباري حکيم/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل