1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ولي نوي ستراتيژۍ ته اړتيالري؟

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

نن د ناټو د غړو هيوادونو مشران بايد دې پوښتني ته ځواب پيدا کړي چي ولي دغه سازمان يوې نوي ستراتيژۍ ته اړتيا لري؟ سړه جګړه آن په 1999 کال کي پای ته رسيدلې، خو ناټو لا تراوسه د هغې دورې د ستراتيژۍ په رڼا کي عمل کوي.

https://p.dw.com/p/QDAx
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي مطالعاتو د انستيتوت د کارپوه، رولاند فرويندشتاين په نظر«ناټو لا تراوسه د خپلو غړو هيوادونو د خاوري په بشپړتيا باندي د يوې احتمالي حملي پر ضد د دفاع لپاره د متعارفي جګړې په وسايلو سمبال دي. دا هغه ګواښ دی چي نور زياتي عملي شته والی نه لري.»

انټرنيټي ترهګري، د کيمياوي وسلو حملې، د ړنګيدو په حال کي دولتونو ګواښونه چي نړۍ ته تر هرڅه زيات خطر پيدا کوي او يا په نړۍ کي د اټومي وسلو او توغنديو د تخنيک خپرول د ننۍ زمانې هغه نوي ګواښونه دي چي د کارپوه فرويند شتاين په نظر، ناټو تر اوسه پوري يوازي نيمګړی ځواب ورکړی دی.

ددغو خطرونو سره د مقابلې لپاره نوي ستراتيژي بايد جوړه سي دغسي يوه ستراتژي په خاصه توګه د ناټو د سرتيرو لپاره نوي ننګوني د ځان سره لري.

«معني دا چي موږ بل ډول سرتيرو ته اړتيا لرو. هغوی بايد د ننۍ زمانې د مخابراتي سيستم په ډير پرمختللي تخنيک باندي پوه وي او په هغو سمبال سي. د هغوی وسايل بايد سپک وي او په آسانتيا سره د ليږدولو وړ وي.»

د آلمان هيواد هم اوس تصميم لري چي په ملي اردو کي دغسي يو بدلون رامنځ ته کړي، هغه چي د ناټو يو شمير نورو هيوادونو لا مخکي پيل کړی دی.

خو د ناټو د غړو هيوادونو په ملي پوځونو کي پر دې بدلون سر بيره د ناټوعمومي منشي اندرزفوګ رازموسن غواړي چي يو ګد توغندي دفاعي سيستم جوړول هم د دې ستراتيژي يوه برخه وي. ترڅو د بيلګي په توګه د ځينو په اصطلاح «شريرو» دولتونو لکه ايران د احتمالي حملو په وړاندي دفاع وکړي.

د نن ورځي له کنفرانس څخه کابو يو مياشت د مخه په بروکسل کي د ناتو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په شورا کي رازموسن پر خپلو متحدينو ږغ وکړ چي پري نه ږدي دغه شخړه ايزه پروژه له ناکامۍ سره مخامخه سي.

«زه له سرمشريزي څخه د دفاعي توغندي سيسټم انتظار لرم. دا ددې ښکارندوی دی چي موږ آن د مالي لګښتونو د سپما په وخت کي هم کولای سو چي په خپل دفاعي توانمندي کي سمونوالوالی رامنځ ته کړو.»

خو د رازموسن د دې غوښتني سره سره نه يوازي د دغه دفاعي سيسټم مالي لګښت شخړيزه موضوع ده، بلکي غټه پوښتنه دا ده چي ايا روسيه د يو داسي دفاعي سيسټم د جوړولو لپاره همکارۍ ته چمتو ده که نه.

په داسي حال کي چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويله د نني غونډي څخه مخکي په يوه وينا کي د دفاعي توغندي سيسټم جوړول د هستوي وسلو له کمولو سره وتاړه، د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس د داسي څرګندوني سره د مخالفت په جواب کي يوه مياشت د مخه وويل چي دی ګمان نه کوي د ناټو کوم غړی هيواد داسي فکر وکړي.

«ما تراوسه داسي يو څه نه دي اوريدلي چي دفاعي سيسټم او د هستوي وسلو کموالی دي يو بل سره تړاو ولري، ډيرو وينا کونکو ، حتي دا وويل چي تر هغه پوري چي مونږ په هستوي وسلو سمبالي نړي کي ژوند کوو، ناتو بايد په اتمي وسلو سمبال يو پيمان پاتي شي.»

د ننۍ سر مشريزي بله غټه موضوع په افغانستان کي د ناټو د ماموريت راتلونکې ده. د ناټو له خوا افغان ځواکونو ته تر 2014 کال پوري په بشپړه توګه په ټول افغانستان کي امنيتي مسووليت سپارل د افغاسنتان په اړه د ددې سر مشريزي مهم موضوع جوړي.

دا چي دا کار به څنګه کيږي د پرتګال پلازمېني، ليزبن ته د ناټو د 28 غړ هيوادونو مشران به په خپلو دو ورځو بحثونو کي د پوځي مشرانو له خوا وړاندي سوی پلان باندي غور او موافقت کوي.

ليزبن/ نجيب الله زيارمل

کتونکی:عبدالباري حکيم