1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو هڅه کوي چې خپل ختیځ غړي د روسیې له تیري څخه وساتي

هاسل بخ کرېستوف (عبدالباري حکیم)۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې یوه مهمه اجندا د اوکراین کړکیچ او په دغه هیواد کې د روسیې لاسوهنې وې، چې د ناټو ختیځ غړې یې هم اندیښمن کړي دي. ناټو د هغوی د امنیت د خوندې ساتنې ډاډ ورکړی.

https://p.dw.com/p/1CBbx
انځور: Getty Images

د روسیې له خوا د کریمیا د نیمه ټاپو الحاق، د اروپا وضعیت ته بدلون ورکړ. نه یوازې اروپا ته بلکې ناټو ته هم. له روسیې سره د ناټو همکارۍ په ټپه ودرولې شوې او په دې لټه کې شول چې څرنگه خپل غړي هیوادونه د روسیې له احتمالي تیري څخه وساتي. د بروکسل د سه شنبې د ورځې په غونډه کې د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین، وویل چې د یوه داسې وضعیت رامنځ ته کیدل تر څه مودې مخکې حتی د فکر وړ هم نه وو.

د ناټو عمومي منشي اندرز فوگ راسموسن، هم د یوه داسې وضعیت اټکل نه کاوه: «یوه اوږده موده د یورو اتلانتیک په ساحه کې د امنیت او ثبات په ټینگښت کې د روسیی له مسوولیت څخه ډک او رغوونکي چلند یو مهم نقش لوباوه.» خو راسموسن وویل چې روسیې نن بیا اروپا ته گواښ پیدا کړی دی: «ځکه روسیه چمتو ده چې له زورزیاتی څخه کار واخلي، پولې له سره جوړې کړي، د اروپا د بیلتون کرښه وباسي او د خپلو جغرافیایي- سیاسي موخو له پاره حتی خپلواک دولتونه بې ثباته کړي.»

ډله ییزه دفاع په نامحدوده توگه صدق کوي

د ناټو د غړو هیوادونو په پولو کې د روسي سرتیرو د ناڅاپي زیات استقرار پر وړاندې د غبرگون ښوولو په توگه د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان عمومي منشي د «توانمندۍ د پیاوړتیاو او پرته له خڼد څخه د چټک عمل» له پاره غږ وکړ. راسموسن، ټینگار وکړ چې د ناټو د ډله ییزې دفاع چلند هیڅکله تر پوښتنې لاندې راتلای نه شي: «هیڅ غړی هیواد به یوازې پرې نه ښوول شي.» هغه په خاصه توگه په دې اړه د ناټو هغو غړو هیوادونو ته اشاره وکړه چې د پخواني شوروي اتحاد تر واکمنۍ لاندې ول، لکه د بالتیک دولتونه.

دغه هیوادونه او پولنډ اوس هم له روسیې څخه ویره لري چې نه شي، هغوی یوځل بیا د روسیې د تیري هدف وگرځي. ناټو لا مخکې په ختیځه اروپا کې هوایي څارنې پیاوړې کړي دي. آلمان، پولنډ او ډنمارک غواړي چې په ستیتین کې د ناټو شمال ختیځه لوا، د پرسونل له لحاظه پیاوړې شي. دغه لوا د آزموینو د پلان جوړونې او عملیاتو له پاره دنده لري.

خو امریکایانو له دې څخه هم یو گام وړاندې ایښی دی. په داسې حال کې چې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کوله، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په وارسا کې د یوې لیدنې کتنې په ترڅ کې د ناټو د ختیځو غړو له پاره د یو لړ نوو امنیتي تدابیرو اعلان وکړ. دغو هیوادونو ته د پوځي مشاورینو او سرتیرو د استولو خبره هم یاده شوې ده. د دغو امنیتي تدابیرو له پاره د یو میلیارد امریکایي ډالرو ژمنه شوې ده.

بې ځايه لمسونې باید ونه شي

خو د دې له پاره چې د روسیی د گواښ مخه ونیول شي په ختیځ کې ځیني غړي هیوادونه غواړي چې د هغوی په خاوره کې د ناټو سرتیري په دایمي توگه خوندي شي. تر اوسه پورې ناټو د روسیې په خاطر له دې څخه مخ اړولی دی. اوس هم ځیني دولتونه لکه امریکا متحده ایالات او آلمان د دې مخالفت کوي. د آلمان د دفاع وزیرې فون دیرلاین، وویل: «زما له پاره مهمه دا ده چې دا څرگنده کړو چې زموږ د ختیځ متحدینو اندیښنه، زموږ اندیښنه ده او هغوی ته ډاډ ورکړو چې هغوی زموږ په ټینگ ملاتړ حساب کولای شي.»

خو هغې یادونه وکړه چې په عین وخت کې له زغم څخه باید کار واخیستل شي: «آلمان او نور غواړي چې د روسیې د ټولو ښوول شوو عملیاتو سره سره، له بی ځایه لمسونو څخه کار وانخیستل شي.» فون در لاین، وویل چې «ناټو د شراکت سره لیوالتیا لري نه له مقابلې سره.» هغی زیاته کړه: « که څه هم ناټو له اوکراین سره د هر اړخیز تماس ټینگول غواړي، خو له دې څخه ډه ډه کوي چې دغه هیواد حتی په راتلونکې کې د ناټو غړی وگرځي.»

مؤقتي شخړه او که د بدلون وخت؟

په ناټو کې دا موضوع لا تر اوسه شخړه ییزه ده چې آیا په اروپا کې امنیتی وضعیت په دایمي توگه بدلون موندلی دی؟ ډیری دا هیله څرگندوي چې اوسنۍ شخړه به مؤقتي وي. له روسیې سره د کړکیچ سره سره، ناټو لا تراوسه د خپلو تیرو کلونو له ستراتیژۍ څخه چې د غړو هیوادونو د دفاع پر ځای نړیوالو کړکیچونو ته ځیر شي، لاس نه دی اخیستی.

په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جون ۴مه) به د ناټو د دفاع وزیران له افغانستان څخه د روان کال تر پایه د جنگي ځواکونو د راایستلو او په راتلونکي وخت کې د خپل روزنیز ماموریت په هکله سلا مشورې وکړي.