1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له روسیې سره خپلې همکارۍ وځنډولې

مسعود جهش (AP, AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پریکړه شوې چې دغه سازمان له روسیې سره خپلې ټولې همکارۍ ودروي او ختیځې اروپا ته د لا ډیرو ځواکونو د استولو په اړه فکر وکړي. دغه پریکړه د روسیې له خوا د کریمیا تر نیولو وروسته شوې.

https://p.dw.com/p/1BZvY
انځور: Reuters/Francois Lenoir

د ناټو سرمنشی اندرس فوگ راسموسن، د سه شنبې په ورځ وویل چې ناټو په رسمي توگه له روسیې سره سیاسي، دفاعي او ملکي همکارۍ پای ته رسولې دي. راسموسن په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په یوې غونډه کې وویل: «موږ له روسیې سره خپلې ټولې سیاسې، پوځي او ملکي همکارۍ ځنډوو.» د ناټو سرمنشي زیاته کړه: «روسیې د خپلو اقداماتو له لارې هغه اصول له پامه غورځولي دي چې پر اساس یې [په ناټو کې] زموږ ملگرتیا رامنځ ته شوې ده. پر دې سربیره روسیې خپلې نړیوالې ژمنې هم تر پښو لاندې کړې دي. له همدې کبله موږ [له دې هیواد سره] د پخوا په څیر کارونه پر مخ نه شو وړلای.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په اسرائیل کې د سولې د خبرو اترو څخه یوه دمه اخیستې وه او بروکسل ته د تړلو دروازو تر شا په دغو خبرو اترو کې د گډون له پاره ورغلی وو.

پر دې سربیره د ناټو غړو هیوادونو پر دې موضوع باندې هم موافقه وکړه چې د ختیځې اروپا هیوادونو په خاصه توگه پولند او د بالتیک هیوادونو ته د لا ډیرو پوځي منابعو د استولو امکان په اړه غور وکړي. په یوې گډې بیانیه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې ده چې غړي هیوادونه به د دغه سازمان پر ضد د کوم اقدام د خطر پر وړاندې لازم اقدامات ورکړي. ناټو لا وختي د بالتیک هیوادونو ته خپل «هوایي پولیسي پروگرام» نور هم پراخ کړی دی.

د خلع سلاح کولو له پاره رایه ورکړل شوه

په عین حال کې د سه شنبې په ورځ د اوکراین پارلمان دې ته مثبته رایه ورکړه چې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ، پر ضد د مظاهرو پر مهال یوه رامنځ ته شوې وسلواله ډله دې خلع سلاح شي. دغه ډله له ځان څخه د دفاع په موخه رامنځ ته شوې وه.

تر دې پریکړې وروسته د اوکراین په پلازمینه کیف کې پولیسو پر یوه هوټل باندې عملیات وکړل او له هغه ځایه یې د «پریوې سکتور» ډلې پورې تړلې وسلې ونیولې.

دغه پیښه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د دې ډلې یوه غړي په همدې هوټل کې پناه واخیسته. ویل کیږي چې دغه کس په یوې پیښې کې درې کسان تپیان کړي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب