1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستان سره ميلياردونه ډالره مرسته کوي

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د ناټو غړي هيوادونه غواړي، چي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو تر را ايستلو وروسته له افغان ځواکونو سره په ميلياردونو ډالرو مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/14gqR
انځور: dapd

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اپريل ۱۸) په بروکسل کي د دغه تړون د بهرنيو او دفاعي چارور د وزيرانو په غونډه کي وويل، چي په پلان کي ده، چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر را ايستلو وروسته هر کال د افغان امنيتي ځواک د تمويل له پاره ۴،۱ ميليارد ډالره ورکړل سي.

په دې اړه پريکړه به د راتلونکي مياشتي پر ۲۰ نېټه د افغانستان په اړه د شيکاگو په غونډه کي کيږي.

په دغه غونډه کي به دا روښانه سي، چي گډون کوونکي هيوادونه څرنگه دغه مرسته سره ويشي. يعني چي کوم هيواد څومره مبلغ پر غاړه اخلي.

ددې ټول مبلغ نيمايي برخه کولای سي، چي د امريکا متحده ايالات ئې پرغاړه واخلي. خو په دې غونډه کي ددغه هيواد د دفاع وزير ليون پنيتا له خوا دغه خبره نه ده تائيد سوې.

پنيتا په دغه غونډه کي وويل:«موږ نسو کولای او نه به ئې هم وکړو، چي افغانستان يوازي پرېنږدو.»

د افغانستان د امنيتي ځواک د بودجې ورکولو په اړه لا تراوسه پوري، هغه پوښتنه ناحله پاته ده، چي دغه د ميلياردونو ډالرو ملاتړ به تر څه وخته پوري وي. خو په خبرو کي درې کاله ياديږي.

دا خبره هم ياديږي، چي څه کيدای سي، چي دروان کال تر مني پوري د افغان ملي پوځ او پوليسو تر ژر رغولو او جوړيدو وروسته ئې شمېره ۳۵۰۰۰۰ پورې را کښته سي.

په دغه څلور ميلياردي مالي ملاتړ کيدای سي، چي يوازي ۲۳۰۰۰۰ امنيتي ځواک تمويل سي.

تمه کيږي، چي ددې ميلياردونو ډالرو مالي ملاتړ ډيره برخه به د امریکا متحده ايالات پرغاړه واخلي. خو د پولند د بهرنيو چارو وزير رادسلاو سيکورسکي، ويلي دي چي دغه چاچي افغانستان ته ډير عسکر لېږلي دي، بايد لږ پيسې ورکړي. اوس بايد د هغو هيوادونو څخه چي هيڅ عسکر ئې نه دي لېږلي د پيسو غوښتنه وسي:«موږ خو هلته خپل عسکر لېږلي دي.»

د ناټو عمومي منشي راسموسن وويل، چي يو شمېر هيوادونو يو مقدار پيسې منلي دي او يو شمېر نور به ئې هم د ناټو تر غونډي پوري، چي د روان کال د می په مياشت کي په شيکا گو کي جوړيږي پرغاړه واخلي.

ناټو ويلي دي، چي ددې مبلغ يوه ستره برخه ۱۱۰ ميلونه ډالره انگلستان پرغاړه اخيستې ده، او يو شمېر نورو کوچنيو هيوادونو هم منلې ده، چي پيسې به ورکوي.

رويترز/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: نجيب الله زیارمل