1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو طالبانو ته له موسی کلا څخه د وتلو امر وکړ

۱۳۸۵ بهمن ۱۶, دوشنبه

د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو په موسی کلا کې داسې خبرپاڼې له الوتکو څخه شيندلي دي چې طالبانو ته يې په کې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د وياند زمري بشري د څرگندونو له مخې له ښارگوټي څخه د وتلو امر کړی دی. ناټو وايي چې د طالبانو يو قوماندان يې په هوايي بريد کې وژلی دی.

https://p.dw.com/p/DKAv
ناټو وايي د طالبانو يو قوماندان يې په هوايي بريد کې وژلی دی
ناټو وايي د طالبانو يو قوماندان يې په هوايي بريد کې وژلی دیانځور: AP
د ناټو يوه وياند اندرې سالوم دغه خبره تاييد کړې ده. د ملا غفور په نامه د طالبانو د قوماندان تر مشرۍ لاندې ښايي نوموړی ښارگوټی د طالبانو له خوا نيول شوی وي. دا په داسې حال کې ده چې د ملا غفور ورور يوه مياشت وړاندې د ناټو په هوايي بريد کې هم مړ شوی و. اوس د ملا غفور تر وژنې وروسته ناټو د طالبانو په قوماندې او کنترول کې د کمزوري کېدو نښې نښانې ويني. دغه څرگندونې تام کولينس، د ناټو يوه بل وياند کړي دي.