1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د سلاکارانو ايستل يو مؤقتي اقدام دئ

۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبه

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو له عمومي وياند جنرال کارستن ياکوب زون سره د ورستيو پيښو په اړه د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/14ANZ
انځور: picture-alliance/dpa

دويچه ويله: ښاغلی ياکوب زون، په افغانستان کي په تيره اوونۍ کي خونړۍ مظاهري د هغه څه په غبرګون کي وشوې چي په بګرام کي ستاسو د يوه سرتيري له لوري د قرآن او نورو اسلامي کتابونو سوځول ښودل شوي دي، تاسو له دغو شپږو خونړيو ورځو وروسته د خپل سرتيري له لوري د دغه عمل له تر سره کېدلو وروسته څه زده کړل؟

ياکوب زون: زه دا ويلای شم چي د مظاهرو ډيره برخه سوله ييزه وه، خو موږ تاوتريخوالی هم وليد دا مو هم وليدل چي خلک مړه شول، هر کس چي په دغه اوونۍ کي مړ شوی د خواشيني وړ دئ. هغه څه چي د بگرام د هوايي اډې په زندان کي رامنځته شول پر واټونو د تاوتريخوالي د رامنځته کيدلو لامل شول، په دې ډير خفه يو، د افغانانو په احساساتو بايد ښه پوه شو، دا ډيره مهمه ده. تر دې وروسته هرهغه څه چي تر سره کيږي له افغان چارواکو سره په مشوره بايد تر سره سي. موږ د مظاهرو پرمهال د افغان پوليسو له وړتيا څخه مننه کوو.

دويچه ويله: تاسو څه فکر کوئ چي له دې مظاهرو څخه به چا ډيره ګټه اخيستې وي. ځکه حکومت وايي چي په مظاهرو کښي طالبان هم ول؟

ياکوب زون: البته موږ خبر يو چي ياغيانو هڅه وکړه چي له دغه حالت څخه او د خلکو له احساساتو څخه په خپله ګټه کار واخلي. دا خطرناکه مسئله ده او دا زموږ په وړاندي يو ګواښ دئ. د طالبانو مداخلې مو په ځينو پيښو کي وليدلې، دا د افغانانو پر ضد يو عمل دئ او لاريون کوونکي بايد دې ته متوجه وي.

دويچه ويله: لکه څرنګه چي ايساف وايي دا د دوی د ستراتيژۍ يوه برخه ده چي د ولسي افغانانو زړونه او فکرونه خپل کړي، ستاسو د سرتيرو له خوا دغه ډول کړني به څومره تاسو خپل دغه هدف ته له رسيدلو را وګرځوي؟

ياکوب زون: موږ بايد هغه څه چي په پروان کي رامنځته شول په ډير دقت ګورو، چي څوک ئې مسئول وو، موږ ګورو چي تحيقاتي ډله څه وايي، خلک بايد په دې پوه شي چي څوک ملامت وو، خو ترهرڅه ډير بايد د تحقيقاتو پايلو ته وگورو، او وروسته يوه حل لاره په ګډه ورته پيدا کړو.

دويچه ويله: پرون د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په دننه کي د ناټو دوه سلاکاران په مرموز ډول پخپل دفتر کي ترور شول آيا تاسو فکر نه کوئ چي دا پيښه به د قرآن شريف د سوځېدلو له پيښي سره تړاو ولري؟

ياکوب زون: په دې اړه تر وخت مخکي قضاوت نه سو کولای، موږ ته د کورنيو چارو وزارت ډاډ را کړی دئ چي په دې برخه کي به مرسته کوي، موږ اوس هغه پلټنو ته ستگي په لاره يو چي چا د دې بريد له پاره زمينه برابره کړې وه او څرنګه دغه کس دغه د امن ډکي سيمي ته ننوتي دئ. دا د خفګان خبره ده چي د بګرام له پيښي سره دي دا مسئله وتړله سي، د هغې پيښي په اړه زموږ قوماندان جنرال الين او د امريکا ولسمشر بخښنه وغوښتله، زه په شخصي توګه په دغه عمل شرمنده يم. خو موږ بايد له زغم څخه کار واخلو.

دويچه ويله:د پرون تر پيښي وروسته ناټو له افغان وزارتونو څخه خپل مشاورين و ايستل. تاسو څه فکر کوي چي دا به د دغو سلاکارانو د خوندي توب له پاره يو پر ځای او ګټور کار وي‏؟

ياکوب زون: ناټو خپل پرسونل ته پرون د مؤقتي اقداماتو په توګه بې له دې چي موږ ئې په جزئياتو وپوهيږو له افغان وزارتونو د راوتلو امر وکړ، دلته په کابل کي د ايساف ډير شمېر استازي په حکومتي ادارو او نورو مؤسسو کي بوخت دي، زموږ همکاري به دوام ولري، او دا يو مؤقتي اقدام دئ.

دويچه ويله: ځيني سياسي کارپوهانو ويلي دي چي د ناټو د مشاروينو دغه وتل به د افغان دولت مخالفينو ته لا نور قوي مورال ورکړي. ځکه هغوی د همداسي حالاتو په تمه دي؟

ياکوب زون: موږ له افغان وزارتونو او چارواکو سره ډيري ښې اړيکي لرو، موږ د حالاتو پرمختګ ته له نژدې ګورو، د تيري اوونۍ پيښي د افغانانو احساسات ول، په خاصه توګه له امنيتي ادارو سره موږ ډيري ښې اړيکي لرو زموږ اړيکي نه دي خرابي شوي او د پخوا په څېر به همکاري ادامه ولري.

دويچه ويله: ښاغلی ياکوب زون همدا نن سهار د بريتانيا حکومت په کابل کي خپل کارکوونکو ته ويلي دي چي له دغه هيواد څخه ووزي، آيا په ريشتيا حالات دومره د انديښنې وړ دي؟

ياکوب زون: ما دا نه دي اورېدلي، موږ د ملتونو د سرتيرو د همغږۍ وزارتونه خپلو هغو خلکو ته چي په افغانستان او دلته په کابل کي دي، خبر ورکړی دئ چي اول بايد خپل امنيت وساتي، خو حالات هم له پامه نه شو ايستلای چي دا د هر هغه هيواد چي په افغانستان کي کسان لري د سفارتونو او ادارو دنده ده چي خپلو وګړو ته مشورې او لارښووني وکړي.

مرکه کوونکی/ ميرويس جلالزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل