1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان کي پاتيږي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه کې موافقه وکړه چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم حضور ولري. په افغانستان کې د ناټو راتلونکی حضور به غير پوځي وي.

https://p.dw.com/p/1FPGS
انځور: picture-alliance/dpa/J: Warnand

د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان د ماموریت په اړه خبري وکړې او پر دې باندي سره سلا سول چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم حضور ولري.

د ناټو عمومي منشي ینس سولتنبرګ، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ موافقه وکړه چې په افغانستان کې خپل حضور آن د روان ماموریت چې «پشپړ ملاتړ» نومیږي، تر پای ته رسیدو وروسته هم وغځوو.»

هغه زیاته کړه: «زموږ راتلونکي حضور به ملکي وي، خو پوځي برخه به هم ولري.» د هغه په خبره د ناټو پوځي او ملکي چارواکي به د روان کال په مني کې په افغانستان کې د خپل راتلونکې ماموریت طرح جوړه کړي.

ستولتنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په پرانيستونکي بیانیه کې وویل چې باید د دې موضوع په اړه ډاډ رامنځ ته شي چې افغانستان مخ پر وړاندي ګامونه پورته کوي. هغه په افغانستان کې د ناټو د لاس ته راوړنو ستاینه وکړه خو ویې ویل: «خو باید غلط پوه نه شو. افغانستان اوس هم یوه خطرناکه سیمه ده. افغان پولیس او اردو د روان کال په پیل کې د امنیتي مسوولیتونو تر پر غاړه اخیستلو وروسته د امنیت د ټینګولو له پاره په شدیدو جګړو کې ښکیل شوي دي.»

د ناټو دغه چارواکي وویل چې افغان ځواکونو له یاغیانو سره په جګړه کې دیر قاطعیت ښوولی دی خو روښانه يې کړه چې دغه ځواکونه اوس هم زده کړو، مشورو او ملاتړ ته اړتیا لري او دا هغه څه دي چې د پریکړنده ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې ورته برابریږي.

د ترکیې لومړي وزیر داوود اوغلو، هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. هغه وویل چې اوس هم اوږده لار په مخ کې ده او دا چې د افغان حکومت ملاتړ باید دوام پیدا کړي.

د ترکیې لومړي وزیر وویل: «د تیرو ۱۳ کلونو لاس ته راوړنې اوس هم په افغانستان کې په ماتیدونکي حالت کې دي. په همدې دلیل ده چې موږ په افغانستان کې د ناټو او نړیوالي ټولني د حضور دوام تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم اړین بولو.»

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې د تر ۲۰۱۶م کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو څومره سرتیري پاته شي. اوس مهال د دې سازمان شاوخوا ۱۳ زره سرتیري په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزنه، هغوی ته د مشورو په ورکولو او تجهیز بوخت دي.