1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناټو او امریکا هم په افغانستان کې د نا امنیو له پاره گرم دي»

۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعه

افغان ولسمشر ویلي دي چې ناټو او امریکا هم په افغانستان کې د ناامنیو د یوې برخې له پاره گرم دي. هغه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د راتلونکي نقش په اړه د کیدونکو خبرو اترو د ځنډولو خبرداری هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/16xNw
انځور: picture-alliance/dpa

افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ «د قوس ۱۶مه/ د دسمبر د میاشتې شپږمه» له یوې امریکایي تلویزوني شبکې (NBC) سره په خبرو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اوسنیو ناامنیو یوه برخه د ناټو او متحده ایالاتو له لوري د جوړ شوي جوړښت له امله رامنځ ته شوې.

حامد کرزي په خپله دغه مرکه کې همداشان ویلي دي چې د ده دولت پر ضد د اداري فساد تورونه سم نه وو، او متحده ایالات په پراخه کچه په افغانستان کې دې موضوع ته د لمن وهلو له پاره مسئوله ده.

هغه وړاندې ویلي دي چې افغانستان ته  اداري فساد د متحده ایالاتو له لوري د شوو قراردادونو له لارې راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې افغانستان، سومالیا او شمالي کوریا د نړۍ په هغه هیوادونو کې شمیرل کیږي چې چیرې چې د ادارې فساد کچه تر بل هر هیواد لوړه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي همدارنگه په متحده ایالاتو تور پورې کړی دی چې د باگرام د زندان په اړه د شوی توافقنامې په اجرا کولو کې پاتې راغلی دی. په پام کې وه چې د شوې توافقنامې له مخې به د باگرام په زندان کې بندي په سلگونو بندیان افغان چارواکو ته وسپارل شي. افغان دولت د دغه زندان کنترول افغانانو ته سپارل د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون د مهم شرط په توگه نومولی وو.

افغانستان او متحده ایالاتو د نومبر د میاشتې له نیمایي څخه د یوې امنیتې توافقنامې په اړه خبرې اترې پیل کړي دي چې له ۲۰۱۴م کال څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر او څرنگوالی مشخص کړي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي.

کرزي په خپله دغه تلویزوني مرکه کې ویلي دي چې هغه بارک اوباما ته خبر ورکړی دی که چیرې د باگرام زندان افغانانو ته و نه سپارل شي نو دغه خبرې اترې به وځنډول شي:

«ما ولسمشر بارک اوباما ته لیکلي دي تر څو چې متحده ایالات د افغانستان د خپلواکمنۍ حق نقض ته ادامه ورکړي، د افغانستان خلک به دولت ته د امنیتي تړون د داخلیدو اجازه ور نه کړي.»

ُفرانس پرېس/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم