1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجيريا ـ شرعي محکمې سندرغاړی په اعدام محکموم کړ

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

په نايجيريا کي يوې شرعي محکمې يو سندرغاړي ته و اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي له کبله د اعدام سزا اورولې ده. تورن سندرغاړی ښايي استناف ته مراجعه وکړي.

https://p.dw.com/p/3gm3f
Symbolbild Todesstrafe Galgen
انځور: picture-alliance/dpa

د نايجيريا د کانو سيمي يوې شرعي محکمې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۰مه) وويل چي يو ۲۲ سندرغاړي ته يې د اعدام سزا اورولې ده. پر سندرغاړي امينو شريف تور دی چي په خپله يوه سندره کي يې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص په وړاندي ناوړه الفاظ کارولي دي او له دې کبله ورته د مرګ سزا اورول سوې ده.

د راپورونو له مخي امينو شريف ياده سندره د وتساپ له لاري د مارچ په مياشت خپره کړې وه. زياته سوې چي د دغې سندرې د خپرېدو وروسته په غوسه احتجاج کوونکو د هغه کور ته اور واچاوه.

د رسنيو د راپورونو له مخي دا لا نه ده روښانه چي امينو شريف په څه ډول د اسلام مقدسات په خپله سندره کي ياد کړي او ولي يې ورته سپکاوی کړی. زياته سوې چي امينو شريف کولای سي چي پر ضد د اعدام د سزا د فيصلې له کبله د استناف محکمې ته مراجعه وکړي.

د کانو سيمي د عدليې وزارت وياند، بابا جيبو ابراهيم، د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د سندرغاړي امينو شريف محاکمې څلور مياشتي وخت ونيوی او دا چي استازيتوب او حقوقي دفاع يې د وکيل له لوري کېدله.

د راپورونو له مخي دغه محاکمه د امنيتي دلايلو پر اساس تر تړلو دروازو شاته تر سره سوه.

امينو شريف دويم کس دی چي ورته د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په تور د اعدام سزا اورول کيږي. د نيجيريا په شمالي ايالتونو کي د ۲۰۰۰مو کالونو راهيسي سختي شرعي محکمې فعاليت لري.

کانو د هيواد په شمال کي يو له هغو سيمو څخه دی چيري چي د عادي دولتي او فدرالي محکمو تر څنګ د اسلامي شريعت محکمې هم په موازي توګه کار کوي.

ف.پ؛آ.خ.آ/ا.و.ا./ن.ز.