1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا غواړي د زحل سپوږمۍ ته فضايي ډرون ولېږي

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

ناسا پر داسې يوه پلان باندې کار کوي چې له مخې يې يوه بې پيلوټه الوتونکې وسيله د زحل په نوم سيارې تر ټولو لويې سپوږمۍ «ټيټان» ته استول کيږي. دغه وسيله به هلته په ژوند پسې لټون کوي.

https://p.dw.com/p/3Lcsd
NASA Mission Dragonfly zum Saturnmond Titan
انځور: NASA

د متحده ايالاتو د فضايي چارو ادارې ناسا د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې دغه نوی ماموريت يې دا هدف لري چې د ټيټان په نوم د زحل تر ټولو لويه سپوږمۍ وڅېړي. د دې له پاره د «درېګن فلای» په نوم يوه بې پيلوټه الوتکونکې وسيله ورليږي.

دغه الوتونکې وسيله چې څلور څرخونه لري د پلان له مخې به، په ۲۰۲۶م کال کې خپل ماموريت پيل او په ۲۰۳۴ کال کې يادې سيارې ته ورسيږي.

ساينس پوهان وايي چې د ټيټان په نوم د زحل ستره سپوږمۍ «په شمسي نظام کې بې سارې ده.» د ناسا د سيارو د ساينس د څانګې مديره، لوري ګلېز، وويل چې «څه چې په دې ماموريت کې ما ته ډېر په زړه پورې دي، دا دي چې ټيټان ټول هغه شيان لري چې ژوند ورته اړتيا لري.»

ماموريت پر څه شي راڅرخي؟

د ذره يي انرژۍ په مټ چلېدونکې درېګن فلای الوتکه به د توقع له مخې دوه کاله د ټيټان سپوږمۍ پر مدار الوتنه کوي او په ځينو په زړه پورې ځايونو کې به کښته کيږي هم.

هغه به له کنګلونو ډکې د دغې سپوږمۍ د شکو د انبارونو او د ژورو ځايونو پلټنه کوي، څو د فعلي يا پخواني ميکروبي ژوند په اړه نخښې نښانې راټولې کړي.

سامان آلات به يې همداراز د سپوږمۍ فضا څېړي او تر سطحې لاندې تېرېدونکی يو سمندر به هم پلټي. د ناسا اجرائيه مدير، جيم برايدنستاين، په دې اړه وويل: «دغه له رموزو ډک سمندر ته ورتګ ښايي په کائيناتو کې د ژوند په اړه زموږ د معلوماتو له پاره يو انقلاب وي.» د هغه په خبره د ټيټان سپوږمۍ زموږ په شمسي نظام کې «ځمکې ته تر ټولو ورته» سياره ده.

(NS/NZ (AP, Reuters, dpa

زموږ له ارشيف څخه: