1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انیکین هویتفلد: افغانستان سره مرستې دې د م.م. له لارې وشي

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

ناروې هڅه کوي تر څو د افغانستان له پاره مرستندويان داسې یو توافق ته ورسیږي چې افغانستان له پاره د نړیوال بانک په مشرۍ د ۲۸۰ ميلیونه ډالرو مرستې د ملګرو ملتونو سازمان د یونیسف او خوراک پروګرام له لارې انتقال شي.

https://p.dw.com/p/43vJd
Afghanistan | Welternährungsprogramm der UN in Kandahar
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

پورتنی مطلب د ناروې خارجه وزيره انيکين هويتفلد د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د افغانستان په اړه خبرو کې څرګند کړ. هغې هیله څرګنده کړه چې دغه کار به وشي.

رويټرز خبري آژانس تیره اوونۍ رپوټ ورکړ چې نړیوال بانک د ملګرو ملتونو سازمان د موسساتو له طریقه افغانستان له پاره د ۲۸۰ ميليونه ډالرو له ورکړې څخه ملاتړ کړی دی. دغه پیسې د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) د يونیم ميليارډ هغو ډالرو څخه دي چې په اګست مياشت کې طالبانو له خوا د کابل تر تصرف کيدو وروسته کنګل شوي دي.

زياته شوې ده چې د افغانستان له پاره ۳۱ مرستندويان یا ډونران ټول باید د دغو پیسو له انتقال سره توافق وکړي. د نړیوال بانک یوه ویاند وويل چې د افغانستان د عمران او بیارغونې صندوق ډونران د تیرې جمعې په ورځ په دې سلا شول چې په دې هکله به د يوې اوونۍ په منځ کې يوې هوکړې ته ورسیږي.

د ناورې خارجه وزیرې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختيايي پروګرام له مشر، آخيم شتاینر سره په یوه ګډه مرکه کې رويټرز ته وویل چې هغه هیله منده ده چې ډونران به د دغو پيسو د انتقال هوکړه لاسليک کړي او ناروې هغوی «تشويقوي» چې دغه کار وکړي.

میرمن انيکين هويتفلد وويل: «او موږ تیره اوونۍ د ناټو په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحوثونه درلودل، همدارنګه مو د ناټو غړي هیوادونه وهڅول تر څو د افغانستان د بشپړ اقتصادي او بشري سقوط د مخنيوي هڅو ته ادامه ورکړي.»

Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
په افغانستان کې د سخت ژوندانه لامل ډير دي، لکه جګړه، کرونا، وچکالي او په اوس وخت کې د مرستو دریدل یا کميدلانځور: DW/S. Tanha

افغانستان واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته له سخت وضعیت سره مخ شوی دی. هلته اقتصادي وضعیت خراب دی او بانکي سیستم هم د سقوط په درشل کې ښودل کيږی. دا په داسې حال کې ده چې دغه د څو لسیزو  جګړو ځپلی هیواد پر بهرنيو مرستو متکي دی. افغانستان له دې ټولو ستونزو سره سره څو کلنې وچکالۍ هم زیانمن کړی او اوس په کې د کرونا وبا هم تر يوه حده خپره ده.

شتاینر وويل: «که تاسو په کافي اندازه خواړه ونه لرئ، نه شئ کولی پر خپلو ماشومانو تعلیم وکړئ، تاسو نه شئ کولی خپلې کورنۍ له پاره روغتیایي خدمات ترسره کړئ، تاسو نور هيڅ دلیل نه لرئ چې نور هلته ژوند وکړئ، تاسو به د دې هڅه وکړئ چې يو بل ځای ته ځان وباسئ.»

يو ان ډي پي، وړاندوينه کړې چې په افغانستان کې به فقر د ۲۰۲۲م کال په نيمايي کې نژدې عام شي او د افغانستان د ۳۹ ميلیونه نفوس څه باندې ۹۰ سلنه به ورڅخه متاثره شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختيايي پروګرام مشر زیاته کړه چې «موږ په ځانګړې توګه د همدا اوس او د راتلونکې کال تر منځ دوره کې له ډیرې سختۍ سره مخ يو.» د ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې هم روان ژمی د افغانانو له پاره سخت ښودلی و.

د ملګرو ملتونو سازمان له پاره يوه ستونزه افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پیسو داخلیدل دي تر څو د میلیونو اړمنو خلکو له پاره چې د لوږۍ له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، د اقتصادي لويدلو مخنيوي پرې وکړي او همدا ډول روغتيايي او تعلیمي خدمات پرې وړاندې کړي.